1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجرین د اعتماد د له منځه تلو عاملین نه دي»

۱۳۹۷ آبان ۲۸, دوشنبه

د جرمني د ویستفالن د پروتستانت کلیسا مشري، کوروش له دې څخه خبرداری ورکړ،چي«یوازي د مهاجرو راتگ په سیاست او ټولنه کي د اعتماد د له منځته تلو او بحران رامنځته کیدو سبب گرځیدلئ دی.»دا«ډیري تاواني او حقیقت څخه لیري خبري دي.»

https://p.dw.com/p/38UZm
Deutschland Annette Kurschus westfälische Präses
انځور: EKvW

د جرمني د ویستفالن د پروتستانت کلیسا مشري، انیته کورشوس له دې څخه خبرداری ورکړ، چي«یوازي د مهاجرو راتگ په سیاست او ټولنه کي د اعتماد د له منځته تلو او بحران رامنځته کیدو سبب گرځیدلئ دی.»

د پروتستانت کلیسا مشري د یکشنبې ورځي په ماښام د نورد راین ویستفالن ایالت په بیلیفیلډ ښار کي وويل، چي که مهاجر «د ټولو هغو مسایلو، چي زموږ په ټولنه او زموږ په اقتصادي، تعلیمي او اجتماعي سیسټم کي په ښه ډول سره پرمخ نه ځي او تغیراتو ته ضرورت لري، یوازني مسؤلین وبلل سي، بیا نو دا ډیري تاواني او له حقیقت څخه لیري خبري دي».

انیته کورشوس کورس همدارانگه وویل، چي د ډیرو کسانو له پاره مهاجرین په ټولنه کي د بې اطمینانۍ، شک او تردید، بې عدالتۍ او پریشانۍ د رامنځته کیدو سبب گرزېدلي دي.

Deutschland Familiennachzug - Migration
انځور: picture-alliance/R. Geiss

اکثره هغه کسان چي د ۲۰۱۵م کال په مني کي د زرونو مهاجرو راتگ ته په انتقادي سترگه سره گوري او ښې خاطرې ترې نه لري، باید پوه سي چي د اجتماعي پرابلمونو عوامل په نورو شیانو کي پراته دي. له هغې جملې څخه په «نامعلومه اقتصادي سیاست، د انرژۍ د یوه غیر معقول سیاست پر مخ بیولو او د غربي هیوادونو له خوا د خونړیو جنگونو او نظامي عملیاتو په پرمخ بیولو کي».

Deutschland Seehofer besucht neues Ankerzentrum in Lebach
انځور: picture-alliance/dpa/O. Dietze

پاته دي نه وي چي حتی د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زېهوفر د روان کال د سپټمبر میاشتي په سر کي مهاجر د «ټولو مشکلاتو مور بللې وه».

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 09.07.2018)