مهاجرو له پاره د موبايل یو اپ چې پيسې پرې ګټي
۱۳۹۷ آبان ۲۷, یکشنبهد ريف يونائت نومي سازمان، د ځیرک ګرځنده تليفون له پاره د ليول اپ (LevelApp) په نوم داسې آپ جوړ کړی چې له لارې يې له تاوتريخوالو اغيزمن شوي مهاجر کولاې شي د الګوريتم يا د رياضياتو د پيچلو فورمولو په اړه زدکړه ترلاسه او بیا له دغې لارې پيسې وګټي. دغه اپ په لومړي ځل په يوګاندا هيواد کې معرفي کړل شوی وو.
د ريف يونائت غيردولتي سازمان اجرائيوي مرستيال کريس ميکلسن، په لندن کې د یوه کنفرانس پرمهال وويل چې انسانان تر تيښتو او مهاجرتونو وروسته د استوګنځايونو او د اړتيا وړ ډيرو نورو امکاناتو څخه بې برخي کيږي چې په دا ډول يو وضعيت کې په ځانګړې توګه د يوې عايداتي سرچينې لرل خورا ستونزمن کار وي.
ميکلسن د تامسن رويټرز بنسټ سره د خبرو پرمهال وويل: « د مهاجرو له پاره دغه اپ، د نړيوال اقتصاد له مخې جوړ شوی، تر څو هغوی وکولی شي له دې لارې پيسې وګټي.»
اوسمهال په يوګاندا کې مهاجر په ډيرو سختو شرايطو کې د کار او مزدورۍ له لارې د ورځې ايله يونيم ډالر ترلاسه کوي، خو دغه اپ له مهاجرو سره مرسته کوي تر څو په يوه ورځ کې نژدې شل ډالره وګټي.
د دغه سازمان په وينا دغه اپ په ځانګړې توګه د هغو ښځو له پاره ډیر ګټور دی چې په کورونو کې د لاسي صنايعو په څير د سختو کارونو له لارې پيسې ترلاسه کوي. سرچينه وايي دغه اپ ښځو ته د سختو کارونو پر ځای د يو آسانه کار موقع په لاس ورکوي. د مهاجرت نړيوالې ادارې د ارقامو له مخې دا وخت په نړۍ کې د جګړو، فقر او تاوتريخوالو له امله څه باندې ۶۸ ميليونه انسانان مهاجر او يا بې ځایه شوي دي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: