مهاجرت: په هرو دوو ثانيو کې يو تن بې ځایه کيږي
د جون ۲۰ د ملګرو ملتونو له خوا د پناه غوښتونکو او مهاجرت نړیواله ورځ بلل شوې. په دې ورځ له هغو سره يووالی ښوول کيږي چې د جګړې، تعقیب او زورونې، ترور او یا طبیعي ناورینونو له کبله د خپل کور او ټاټوبي پریښودو ته اړ شوي.
له مهاجرو سره پيوستون
له ۲۰۰۱ م کال راهیسي هر کال د جون په شلمه د مهاجرو او پناه غوښتونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت مراسم ترسره کیږي. دا ورځ د ملګرو ملتونو له خوا هغو میلیونونو انسانانو ته ځانګړې شوې چې د خپل کور او ټاټوبي پریښودو پرته بله چاره نه لري. د نړۍ شاوخوا ۱۰۰ هیوادونه د دغو مراسمو په ترسره کولو سره له مهاجرو سره خپل پيوستون ښکاره کوي.
په نړۍ کې د مهاجرو شمیر
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ د رپوټ پر بنست په هرو دوو ثانیو کې یو انسان بې ځايه کيږي یا په بل عبارت په ورځ کې ۴۳۲۰۰ انسانان د خپل کور کلي پریښودو ته اړ کیږي.
د کومو هیوادونو اتباع ډیر مهاجر شوي؟
دوه پر دریمه برخه مهاجر د نړۍ د پنځو هیوادونو دي: سوریه، افغانستان، سویلي سوډان، میانمار او سومالیا. سوریه په نړیواله کچه د ۷۰ میلیونه مهاجرو یو پر دریمه برخه تشکيلوي. په ټوله نړۍ کې د افغان پناه غوښتونکو شمیر ۲،۷ میلیونو ته رسیږي چې لویه برخه یي یا پاکستان یا هم ایران ته مهاجر شوي دي. د سویلي سوډان د ۲،۲ میلیونه پناه غوښتونکو څخه ۸۰۰ زره یي په اوګاندا هیواد کې ژوند کوي.
کوم هیوادونه د ډیرو مهاجرو کوربانه دي؟
افریقا د نړۍ د مهاجرو د یوه پر دریمې برخې کوربه ده. یو پر څلورمه برخه پناه غوښتونکي په اروپا او یو پر پنځمه برخه یي په آسیا او د اوقیانوس په هیوادونو کې ژوند کوي. پاتې نورو یي منځني ختیځ، شمالي او سویلي امریکا ته پناه وړې ده. ترکیه د ۳،۵ میلیونه مهاجرو په درلودلو سره په نړۍ کې د تر ټولو ډیرو مهاجرو کوربه ده. په بل عبارت په ترکیي کې هر شپږم کس مهاجر دی.
د مهاجرت د کړکیچ لاملونه
له ۲۰۱۳ م کال راهیسي نړۍ د کډوالۍ له تر ټولو لویي څپې سره مخامخ ده. هغه پدیده چې حتی د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یي هم وده نه وه کړې. تعقیب او زورونه، خونړۍ جنګونه، سیمه ایز او قومي جنګونه، فقر او اقتصادي بی ثباتي، طبیعي پيښې او بالاخره اقلیمي بدلونه د انسانانو د مهاجرت لاملونه دي.
سمندري سرحدونه د مهاجرو د تیښتې مسیر
د نورو انتخابونو ترڅنګ د اوبو له سرحدونو څخه تیریدل اروپا ته په غیر قانوني توګه د ننوتلو تر ټولو چټکه لار ګڼل کیږي. ډیر شمیر پناه غوښتونکو د بادي او زړو کیشتیو څخه په استفادې ځانونه اروپا ته رسولي دي. په دې مسیر کې ډیر شمیر انسانانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. دا مسیر له لبنان یا تونس څخه پیلیږي او په ایټالیا کې پای ته رسیږي.
ځمکني مسیرونه
په میلیونو بی کوره شوي انسانان د بالکان،مقدونیا، سربستان او هنګري له خطرناک مسیر څخه په تیریدو او د خپل ژوند په خطر کې له اچولو سره ځانونه د اروپا امن او پرمختللو هیوادونو ته رسوي.
په پناه غوښتونکو کې قرباني ماشوم
ترک ټبره آیلان یوازې دری کاله عمر درلود چې د مدیترانې په اوبو کې ډوب شو. هغه د هغو ۳۰۰۰۰ مهاجرو څخه وو چې د اروپا په مسیر کې یي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هغه وخت کې دا انځور په ټولنیزو رسنیو کې ډير لاس په لاس شو او د خلکو پام یي د مهاجرت ستونزې ته را اړولی وو.
پناه غوښتونکي او د هغوی ستونزې
د ژنیف د پناهندګۍ کنوانسیون د پناه غوښتونکو د حقونو تر ټولو اصلي منبع ګڼل کیږي. د دغه کنوانسیون پر بنسټ هغه کس پناه غوښتونکی شمیرل کیږي چې د سیاسي عقیدې، تعقیب او زورونې له ویرې او یا هم د بیړنیو پيښو لکه جګړې له امله د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوی وي. یوازې اقتصادي مسایل د پناهندګۍ د منل کیدو له پاره کفایت نه کوي.
له ۲۰۰۱ م کال راهیسي هر کال د جون په شلمه د مهاجرو او پناه غوښتونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت مراسم ترسره کیږي. دا ورځ د ملګرو ملتونو له خوا هغو میلیونونو انسانانو ته وړاندې شوې چې د خپل کور او ټاټوبي پریښودو پرته بله چاره نه لري. د نړۍ شاوخوا ۱۰۰ هیوادونه د دغو مراسمو په ترسره کولو سره له مهاجرو سره خپل پيوستون ښکاره کوي.