1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: اروپايي ټولنې او ترکيې ترمنځ تړون ستر «برياليتوب» دی

۱۳۹۶ اسفند ۲۷, یکشنبه

اروپايي اتحاديې او ترکيې دوه کاله مخکې د مهاجرت بحران او اروپا ته د مهاجرينو د مخنيوي په موخه يو تړون لاسليک کړ. دغه تړون د آلمان د صدراعظمي انګلا مرکل د مهاجرت په سياست کې يو مهم او نه هیريدونکی اقدام ګڼل کيږي. 

https://p.dw.com/p/2uXqk
Rückführung der Flüchtlinge in die Türkei
انځور: picture-alliance/dpa/O. Panagiotou

شپږ ميلارډه يورو
دغه تړون د دې امکانات برابر کړل چې د يونان ټاپوګانو ته رسيدلي مهاجر په هغه صورت کي چې په اروپايي اتحاديه کي يې پناه نه وي تر لاسه کړې، بيرته ترکيې ته استول کیږي. د تړون پر اساس اروپايي اتحاديه ژمنه شوه چې په ترکيې کې د ميشتو مهاجرو د حفاظت او رسيدګۍ له پاره مالي کومک وکړي او له يونان څخه ترکيې ته د بيرته استول شويو مهاجر په بدل کې له ترکېې څخه سوريايي مهاجر په مستقيم او قانوني توګه خپلو غړو هيوادونو ته راولي.

اروپايي اتحاديې او آلمان هيله درلوده چي د نوموړي تړون تر عملي کيدو وروسته به د تازه وارديدونکو مهاجرو شمير د پام وړ ښکته شي. سربيره پر دې د تړون يو مقصد دا هم ؤ چي د انساني قاچاقبرانو لاسونه تر ډيره بريده د انسانانو د قاچاق له بازار څخه لنډ او د هغو مهاجرو په شمير کې کمولای راشي چي د مديترانې په سمندرګي کي خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو دغه تړون خپل لوړ لګښت هم دلود. اروپايي اتحاديه بايد ترکيې ته په دغه هيواد کې ميشتو سوريايي مهاجرو ته د هستوګنځايونو، حفاظت او زده کړې امکاناتو برابولو له بابته شاوخوا شپږ ميليارده ډالر ورکړي. د دغو پيسو څخه درې ميليارده يې تر دې دمخه په لمړي پړاو کې ترکيې ته ورکړل شوې دي او په پام کې ده چې پاتې نورې د روان کال په دننه کې وسپاري شي.
د تړون بريا او موخې ته پرې رسيدل

سیاسي سلاکار ګېرالد کناوس و دويچه وېله ته وويل: «د اروپايي ټولنې هغه هدف چې بايد د تازه راتلونکو مهاجرو او همدا ډول د يونان په ټاپوګانو کې د ميشتو مهاجرو په شمير کموالی رامنځ ته شي، په ډيرې چټکۍ سره ترلاسه شو.»

کناوس د دغه تړون د يو متفکر مغز په توګه پيژندل کيږي. په ۲۰۱۵م کال کې چې د مهاجرت بحران خپل اوج ته رسيدلی وو او په آلمان کې د مهاجرو شمير يو په يو خورا زيات لوړ شو، کناوس او همکارانو يې د «مرکل پلان» په نوم پر يوې طرحې کار وکړ چې وروسته بيا په جزوي ډول د ترکيې او اروپايي اتحاديې په هوکړه ليک کې عملي کړل شو.

هغه وايي: « د ۲۰۱۶م کال په فبرورۍ مياشت کې، په ورځ کې نژدې ۲۰۰۰ کسان د یونان ټاپوګانو ته رسيدل. د دغو کسانو شمير يو کال وروسته له ۱۰۰ کسانو څخه هم ښکته شو.» په همدې ترتيب هغه مهاجر چې آلمان ته راتلل د هغو په شمير کې هم ډير کموالی رامنځ ته شو. بله خبره دا چې په همدې وخت کې د بالکان ځمکنۍ لارې هم وتړل شوې. له دې نه علاوه، د هغو افرادو په شمير کې هم کموالی راځرګند شو کوم چې د اروپا پر لور يې خپل سفرونه اماده کول. په نهايت کې مرکل وکولای شول له خپل لوري بريالي پلانونه ترسيم کړي.

له اروپا بهر هم د تړون ګټي احساس شوي

کناوس همدا ډول زياتوي چې په ترکيه کې د سوريايي مهاجرو وضعيت هم د اروپايي اتحاديې لخوا د مرسته شويو پيسو په نتيجه کې بهتره شو. د آلمان د کيل پوهنتون د ټولنپيژندې استاد او د مهاجرو د شورا غړی، واسلي سيانو هم ورته نظر لري.

هغه دويچه ويله سره په يوه مرکې کې وويل: «د اروپايي ټولنې او ترکيې ترمنځ تړون ته په ډاډ سره کولای شو د ېوې بريالۍ پروژې په توګه وګورو.»

د آلمان د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې د اروپايي ټولنې او ترکيې ترمنځ شوی تړون، د آلمان فدرالي حکومت په آند يو ستر «برياليتوب» دی. دغه وزارت ویلي دي چې د دغه تړون عملي کيدل د مهاجرت سره تړلي سياسي ننګونو ته په جواب ويلو کي «مهم رول» لوبولی دی.

د دوسیو د څيړنې سست بهیر

خو له بل لورې دغه تړون په پر له پسې توګه تر نيوکو لاندې هم نيول شوی دی. تر ټولو دمخه د بشر حقونو مدافع ډلو له اروپايي ټولنې څخه په دې حساب چې د قدرت طلبه اردوغان سره سياسي اړيکې لري، شکايتونه کړي دي. د دې ترڅنګ، دوی د يونان په کمپونو کې موجوده بد وضعيت هم محکوموي. په دغو کمپونو کې په زرونو مهاجر په خورا بد وضعيت کې خپلو پناه غوښتنو ځواب ته د انتظار ژوند تيروي.

په دې اړه کناوس وايي چي دغه ارقام ټکان ورکونکي دي. د هغه په وينا، د تيرو دوو کلونو په موده کې د يونان د کمپونو وضعيت خورا ډير خراب دی. تر څنګ، په دغو ټاپوګانو کې د مهاجرو دوسیو ته د رسيدګۍ چارې هم ډيرې سستې مخته وړل کيږي. دغه کار د دې لامل شوی دی چې مهاجر تر ډيره وخته په کمپونو کې وساتل شي. دوی هغه وخت د يونان وچې ته انتقاليږي چې د دوسيو پايلې يې اعلان شي.

ترکيې ته بيرته استول شوي مهاجر

په دې برخه کې د اروپايي اتحاديې کمیسيون وايي چې د هغو کسانو شمیر چې بايد د تړون پر اساس بيرته ترکيې ته واستول شي ډير لږ دی. د تيرو دوو کلونو په موده کې شاوخوا ۱۵۰۰ مهاجر د يونان له ټاپوګانو څخه بيرته ترکيې ته استول شوي دي چې ۲۶۶ تنه يې سوريايان ول.

حاضردمه شاوخوا ۴۲ زره کسانو يونان ته د پناه غوښتنې سپارلي دی. شاوخوا ۱۴ زره سوريايان له ترکيې څخه په مستقيمه توګه د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته راوستل شوي دي. د دغو مهاجرو له ډلې څخه ۴۰۰۰ ته يې په آلمان کې کورونه ورکړل شوي دي.

ټولنپوه واسل سیانو د اروپايي ټولنې او ترکيې ترمنځ د شوي تړون د دوام غوښتونکی دی. هغه وايي: «که څه هم آلمان ته په راغليو مهاجرو کې تازه کسان هم ليدل کيږي، خو بيا هم د هغو شمير د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو په پرته ډير لږ دی. اوس هم هره مياشت ۱۵ زره مهاجر داخليږي چې له دوې څخه ډيری يې هغه افراد دي چې د ترکيې له طريقه يې ځانونه اروپا ته رسولي دي.»

دویچه وله / ع. ح/ م. ک. ص
په ورته موضوع د دویچه ويله پښتو آرشيف څخه يو انځوريز البوم: 

Griechenland Lesbos Flüchtlinge
د تړون پر اساس، اروپايي اتحاديه ترکيې ته په دغه هيواد کې ميشت سوريايي مهاجرو ته د رسيدګۍ له پاره شاوخوا ۶ ميليارده يورو ورکوي.انځور: picture alliance/NurPhoto/A. Masiello
Gerald Knaus
سياسي سلاکار، ګرالد کناوسانځور: Francesco Scarpa
Flüchtlingsboot im Mittelmeer
د دغه تړون يو مقصد دا وو تر څو په مديترانې سمندرګې کې د مهاجرو تلفات کم شوي وي.انځور: picture-alliance/dpa/Ong Sos Mediterranee