1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر له سرحدي سيند څخه مکسيکو ته تيريږي

۱۳۹۷ آبان ۸, سه‌شنبه

د گواتيمالا او مکسيکو تر منځ په سونو مهاجر راټول سوي، څو د مهاجرو له هغه کاروانه سره يو ځای سي چي غواړي پلي امريکا متحدو ايالاتو ته ځانونه ورسوي.

https://p.dw.com/p/37NR4
Mittelamerikanische Migranten bilden eine menschliche Kette, um anderen Migranten zu helfen, den Suchiate-Fluss, die natürliche Grenze zwischen Guatemala und Mexiko, zu überqueren, um von Tecun Uman aus in die USA zu gelangen
انځور: Reuters/L.Millis

د گواتيمالا او مکسيکو ترمنځ په سونو مهاجر راټول سوي دي، څو له سوچياته سيند څخه د مکسيکو خوا ته واوړي. په دې سيند کي اوبه اوس ډيري پورته سوي، خو د مهاجرو له پاره دا کار بې تفاوته دی. هغوي غواړي مکسيکو ته ولاړ سي او د سيند پر سر يوه پُل څخه چي سرحدي لار ده او مکسيکويي سرتيري يې نظارت کوي، تير سي.

نارينه وو، ښځو او کوچنيانو يو له بل سره د لاسونو په ورکولو سره قطار جوړ کړی، څو په اوبو کي ډوب نه سي.

Mittelamerikanische Migranten bilden eine menschliche Kette, um anderen Migranten zu helfen, den Suchiate-Fluss, die natürliche Grenze zwischen Guatemala und Mexiko, zu überqueren, um von Tecun Uman aus in die USA zu gelangen
انځور: Reuters/C.Garcia Rawlins

هغوی چي له ځانه سره ځيني ضروري لوازم هم انتقالوي، غواړي له منځنۍ امريکا څخه له هغو مهاجرو سره يوځای سي چي غواړي له مکسيکو څخه تير سي. له هندوراس، اِل سلوادور او گوتيملا څخه دغه مهاجر چي شمير يې شاوخوا ۷۰۰۰ ته رسيږي، د اکتوبر پر ۱۳مه له هندوراس څخه حرکت کړی او۲۵۰۰ کيلومتره لار يي وهلې ده. خو د مرستندوی سازمان په حواله يې اوس شمير۴۰۰۰ ته راکښته سوی دی، ځکه چي ځيني يي بيرته خپلو ټاټوبو ته ستانه سوي دي. له دوی څخه۱۷۰۰ تنه بيا په مکسيکو کي پاته سوي دي.

امريکايي سرتيري سرحد ته پر لار دي

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي په هره وسيله چي وي، خپل هيواد ته ددغو مهاجرو د راتگ مخه ونيسي. لکه څرنگه چي د دافع هوا جنرال ترنس اوشانسي خبر ورکړي، له همدې کبله به پنتاگون د اونۍ تر پايه څه د پاسه ۵۲۰۰ سرتيري چي ځيني يې په وسلو هم سمبال دي، د مکسيکو په سرحد کي ځای پر ځای کړي.

د هغه په خبره ۸۰۰ سرتيرو حرکت کړی دی. دغه ځواکونه به د سرحدي چارواکو ملاتړ وکړي او د ملي گارد ۲۰۰۰ سرتيري چي په سرحد کي ځای پر ځای سوي دي، تقويه کړي.

نوموړي جنرال ويلي دي چي په دغو ځواکونو کي داسي سرتيري هم سته چي درنې وسلي انتقالوي او همدارنگه طبي پرسونل هم پکښي شامل دي. د هغه په خبره، دا لا زموږ د ماموريت پيل دی، خو هدف معلوم دی چي په هرصورت بايد سرحدونه ټينگ کړو.

USA Mexiko - Grenzkontrolle
د امریکا متحده ایالاتو سرحدی پولیس د تمرین په حال کیانځور: Getty Images/H. Martinez

په مرکزي امريکا کي انسانان، له لوږي او زورزياتيو څخه تښتي. د امريکا ولسمشر د تويتر له لاري يووار بيا خبرداری ورکړی دی چي «دا د بانډونو هغه غړي او خراب خلک دي چي په دغه کاروان ورگډ سوي دي او زموږ جنوبي سرحد ته رانژدې کيږي.»

ترمپ ليکلي: «لطفاً بيرته ستانه سئ، که له قانوني لارو څخه استفاده و نه کړي نو هيڅکله به امريکا متحده ايالاتو ته راداخل نه سي. ستاسو دا کار زموږ په هيواد کي د مداخلې په معني دی، زموږ پوځ ستاسي په انتظار کي دی».