منيلا ته څېرمه د اور غورځوونکی غره خطرناکه منظره
په فلېپين کې د تال په نامه اور غورځوونکی غر غيرې فعال دې. خو اوس هغه بيا لوګې او ایرې شيندي او دا د يو ستر خطري حالت د پیلیدو نښې دي. اوس دغه غره په اورشيندنې هم پېل کړی.
لوگي او شغلې
د تال په نوم دغه غره کلونه خوب وکړ. خو اوس د فلېپین دغه اورغورځوونکی غر، چې له پلازمينې منیلا، څخه شا او خوا ۶۵ کيلومتره واټن لري، راويښ شوې. دغه اور شيندونکې تر يو کيلومتر لوړوالې کې په ټنونو ايرې فضا ته شیندي او په ژوره کې غرهار کوي.
تندر او بريښنا
د ایرو ذرې چې د شيندلو په وخت کي هوا ته خارجيږي ، په فضا کې لوګي او لمبې خپرولو د رعد او بريښنا ویرونکی منظر جوړ کړې، چې هوايي ترافیک ګواښي او له همدې کبله د مانيلا هوايي ډګر تړل شوی.
د خطر نزدې کیدل
داسی ښکاري چې د ایرو وريځې په خطرناک ډول تفريحې پارک "Sky Ranch" ته نږدې کيږې. د ستر څرخ چلولو ته سپارښتنه نه کيږې.که څه هم چې دغه څرخ يوه ښکلي منظره لري.
ټول بايد ووځي
په زرګونو کسان د اور غورځوونکي غره له سیمې څخه کډه شوي. دغه کورنۍ چې په رکشا کې خوندي ځای ته د ځان رسولو هڅه کوي.
د ايرو باران
د ايرو او اورښت ګډوله په هر درز او ژوره کې ننوزي. ښه خبره دا ده چې تر اوسه کوم ځاي ته تاوان نه دي رسیدلې. د ګرځنده تليفون شبکه هم کار کوي او تر دې دمه کوم راپور نه دې تر لاسه شوې.
ماسکونه
د ایرو زرې کولې روغتيایي ستونزې رامنځ ته کړي. لکه تنفسي ستونزې، د سترګو خارښت او جلدي ستونزې. د فلېپين روغتيا وزارت سپارښتنه کوي چې د کور دننه پاتې شئ او کړکۍ بندې وساتئ. که چیرې په رښتيا سره غواړئ وتښتئ نو بايد ماسکونه واغوندئ.
د اور شیندل
تال په آرامو ورځو کې. دغه اور غورځوونکې غر د منیلا په دروازه کې پروت او يوه ښکلې منظره لري، چې د ټولو د علاقې وړ ځاي دې. او تر اوسه يې ۳۳ ځله فعال شوی دی. خو له ۱۹۷۷م کال راهيسې آرام وو. وروستې ځل په کال ۱۹۱۱ م کي اور غورځوونه وکړه، چې له يو زرو ۳۳۵ څخه زيات انسانان یې وژلي ول. له يکشنبې راهيسې په باتانګاس ولايت کې د دغه اور غورځوونې له کبله خلکو له ښاره وتل پيل کړي.
له ډاډمن ځاي څخه د نندارې کولو تلوسه
له تاگایتای څخه سړی کولي شي دغه په زړه پورې منظره وګوري. دغه ښار د تال څخه په څو کيلومترۍ کې پروت دی.