1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که نیول شوي کسان آزاد نه شي، په ټوله نړۍ کې به احتجاج کوو»

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) مشر منظور پښتین د یکشنبې ماښام ناوخته د کراچۍ غونډې ته ورسید. هغه وویل که چیرې نیول شوي کسان آزاد نه شي نو د می پر ۱۵مه نیټه به پښتانه په ټوله نړۍ کې احتجاج وکړي.

https://p.dw.com/p/2xfHK
Pakistan Manzoor Pashtun
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. M. Chaudary

کله چې د یکشنبې په ماښام منظور پښتین کراچۍ ته ورسید، هغه دغه ښار ته د سفر پر مهال له هغه سره د چلند په اړه مختصره یادونه وکړه. هغه وویل چې د پنجاب پولیسو چې څه وکړل هغه دلته نه شي بیانیدای: «په لاره کې چې کوم لاس زما په ملاتړ پورته شو، هغه ونیول شو.» هغه د کراچۍ له خلکو پوښتنه وکړه چې آیا مېلمه پالنه داسې وي او زیاته یې کړه «که کله وزیرستان ته راشئ نو موږ به تاسو ته وښیو چې مېلمه پالنه څه ته وایي.»

منظور پښتین په خپله وینا کې وویل چې د هر وګړي خوندیتوب د دولت مسئولیت دی خو ويې ويل چې دلته ډیر ظلم کیږي او باید د دې ځواب ورکړل شي. هغه ادعا وکړه چې دولتي ادارې خلک تښتوي او مظلوم ځوانان وژل کیږي.

هغه دا هم وویل چې له راو انوار، احسان الله احسان او پرویز مشرف سره باید حساب کتاب وشي. راو انوار د پولیسو هغه چارواکی دی چې د پولیسو په جعلي مقابله کې پرې د نقیب الله محسود د وژلو تور لگول کیږي. خو په دې هکله محکمې لا تر اوسه کومه پریکړه نه ده کړې. احسان الله احسان بیا د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند دی چې د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي ول چې هغه پوځ ته تسلیم شوی دی.

د پښتین په خبره راو انور په ۴۴۰ وژنو کې لاس لري او «له چا سره چې ظلم شوی دی هغه به محکمې ته بیایم.» د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر زیاته کړه: «څوک که پرته له جرمه ونیول شو، هغوی به محاصره کوو. جنرال مشرف او د هغوی ملګري به محاکمې ته حاضر کړو. سندي ورونو، خپلو پولیسو او رینجرز ته ووایي چې له مېلمنو سره څوک داسې چلن نه کوي. په شاه حسین چوک کې زما د ملګرو موبایل تلیفونونه مات کړل شوي دي.»

غونډې ته د وینا پر مهال پښتین وویل چې له ۶۰ ساعتونو راهیسې نه دی ویده شوی، خو د خلکو په لیدو بیرته تازه شو.

تر دې دمخه د نوموړي غورځنګ یوه بل مشر محسن داوړ، ویلي ول چې چارواکي په دوامداره توګه په دې هڅه کې دي چې منظور پښتین د کراچۍ غونډې ته و نه رسیږي.

رفعت سعید، کراچۍ