«ممنوعه تارونه»: د څلورو افغان مهاجرو د خوب د ریښتیا کیدو کیسه
د «ممنوعه تارونو» مستند فلم په ایران کې د څلور افغان مهاجرینو پر ژوند جوړ دی. دغه څلور افغان مهاجر په بامیان ولایت کې د موسیقۍ د کنسرت خوبونه ویني، چې بلاخره په دې کار بریالي کیږي.
د مهاجرت تجربه
د دې مستند فلم کیسه د یوه خوب پر ریښتیا کیدو څرخي. د اکبر، حکیم، محمد او ثریا په نامه د څلورو افغان مهاجرینو داسې یو خوب چې په ایران کې زیږیدلي او سربیره پر دې چې خپل پلرنی ټاټوبی یې هیڅ نه وو لیدلي، غوښتل یې د موسیقۍ یو کنسرت پکې اجرا کړي.
د ورځې کار او د شپې موسیقي
دوی د خپل او د خپلو کورنیو د ورځني ژوند د لګښتونو د پوره کولو له پاره د ورځې په اوږدو کې کالي ګنډل، نجاري یا ترکاڼي یې کوله او شپه به یې په موسیقۍ پای ته رسوله.
د وطن د لیدو هیله
دوی ټول په ایران کې زیږیدلي او لوی شوي. له دوی څخه یوازې حکیم جلا داستان لري، هغه په افغانستان کې زیږیدلی او په کوچنیوالي کې بیا له خپلې کورنۍ سره په ګډه ایران ته مهاجر شوی دی.
په افغانستان کې د کنسرت د اجرأ کولو خوب
دغه څلور افغان مهاجر په تهران کې د «اریکین» یا څراغ په نامه د موسیقۍ یوه ډله لري او تل به یې په خپل اصلي هیواد افغانستان کې د موسیقۍ د کنسرت د اجرأ کولو خوبونه لیدل. د دوی پر هڅو جوړ شوی مستند فلم «ممنوعه تارونه» د دوی پر ستونزو او هڅو جوړ شوی یو داستان دی.
موسیقي د هدف او علاقې په توګه
د دوی دموسیقۍ ډله کابو شپږ کاله وړاندې جوړه شوې او ښايي ډيره مسلکي هم نه وي. ثریا د دوې په ډله کې یوازینې میرمن ده او دوه کاله کیږي چې له دوی سره یوځای شوې. د فلم جوړونکو په حواله، که څه هم د دې ځوانانو موسیقي ډیره مسلکي نه ده، خو بیا هم د کلونو راهیسې دوی موسیقۍ ته د هدف او علاقې په سترګه ګوري او په دې برخه کې هڅې کوي.
د بامیان په کنسرت کې ګډون
د «ممنوعه تارونو» د مستند فلم یوه برخه په ایران کې او بله برخه یې په افغانستان کې ثبت شوې ده. په دې فلم کې لیدل کیږي چې دوی غواړي بامیان ته ولاړ شي او د ابریښم د لارې په کنسرت کې ګډون وکړي.
د تګ پرمهال امنیتي ستونزې
بلاخره د دې څلورو ځوانونو خوب په ریښتیا بدل شو او دوی له کابل څخه بامیان ته ورسیدل. دوی وايي چې بامیان ته د تګ پرمهال دوی له ستونزو سره هم مخ وو. د دوی په حواله، سربیره پر دې چې د ځمکې له لارې بامیان ته تګ له خطره خالي نه دی، خو بیا هم دوی د ځمکې له لارې سفر وکړ.
د خوبونو ریښتیا کیدل
د مهاجرت په نړۍ کې ډیر کم داسې پیښې لیدل کیږي چې یو څوک د خپلو خوبونو د ریښتیا کولو له پاره هڅې وکړي، دوی زیاتره په دغه راز ټولنو کې شته جوړښتونو ته ځانونه تسلیموي.
ګډ تولید
د «ممنوعه تارونو» مستند فلم ۷۵ دقیقې اوږد دی او په ښه کیفیت ثبت شوی دی. د دې فلم د نیمايي برخې جوړونکي ایرانيان دي او د نیمايي نور یې بیا افغانان. د دې فلم جوړوونکې افسانه سالار نومیږي او ایرانۍ ده.
د سینما په برخه کې لوړې زده کړې
د دې فلم ډایریکټر حسن نوري په ایران کې د سینما په برخه کې لوړې زده کړې کړي دي او د تهران له پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند لري. نوموړي تر دې پخوا هم دوه فلمونه جوړ کړي دي.
د مالي مرستو د راټولولو کمپاین
د دې فلم جوړونکي وايي چې دوی د مستند فلم د جوړولو او تر تولید وروسته د لګښتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي. دوی وايي چې د دې ستونزې له پاره یې پر انترنت باندې د پیسو د ټولولو یو کمپاین پیل کړی. د دې مستند فلم جوړونکي هیله لري چې د دوی کمپاین به بریالی شي ترڅو دوی وکولی شي چې خپل فلم نندارې ته وړاندې کړي.