1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په نړۍ کې کابو نيم ميليارد خلک هیڅ او يا مناسب کار نه لري»

۱۳۹۸ بهمن ۱, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو يو رپوټ ښيي چې په ټوله نړۍ کې تر ۴۷۰ ميليونه زيات انسانان يا بې روزگاره دي او يا هم د خپلو وړتياو سره برابر معاش نه ترلاسه کوي. مناسب کار ته نه لاس رسی د ټولنیزې ناکرارۍ په رامنځته کیدو کې ونډه لري

https://p.dw.com/p/3WXCs
Migranten warten auf Arbeit in Elijido, Südspanien
انځور: DW/I. Azzam

ملگرو ملتونو په هغه رپوت کې چې د کار د نړيوال سازمان «آیي ايل او» له خوا تاليف شوی دی، ويلي دي چې په ټوله نړۍ کې اوسمهال تر ۴۷۰ میليونه زيات انسانان يا خو بې روزگاره دي او يا هم مناسب کار نه لري.

د رپوټ په حواله په نړۍ کې د بې کارۍ کچه په ۲۰۱۰ لسیزه کې نسبتاً باثباته وه خو دغه کچه به په ۲۰۲۰ م کال کې ۲،۵ میليونه ته يعني د ۱۸۸ ميليونو څخه ۱۹۰،۵ ميليونه کسانو ته لوړه شي.

د کار د نړيوال سازمان مشر گویې رېدر په ژنيو کې وويل: «د میليونو کار کوونکو له پاره، زما په آندا دا وار په وار سختيږي چې د کار له لارې د خپل ژوند شرایط ښه کړي.»

د کار او ټولنیز ليد په اړه نړيوال رپوټ يوازې د بې کارۍ څخه خبره نه کوي بلکې د مناسب کار د نه شتون يادونه هم کوي. د رپوټ په حواله په ټوله نړۍ کې څه نا څه ۲۸۵ میليونه کسان داسې دي چې مناسب کار نه لري، معنا دا چې يا تر هغه کم کار لري چې غواړي یې، په کار پسې نوره لټه نه کوی او يا په بله معنا د کار بازار ته لاس رسی نه لري. په رپوټ کې زياته شوې چې د ۴۷۰ ميليونه شميره په ټوله نړۍ کې د ۱۳ سلنه کاري ځواک استازيتوب کوي.

آیا ټولنیزه ناکراري د بې کارۍ له کچې سره تړاو لري؟

د ټولنیزې ناکرارۍ، بې کارۍ او د مناسب کار نه شتون ترمنځ اړيکه د دې رپوټ اصلي برخه ده.

د کار د نړيوال سازمان مشر ريدرې په لبنان او چيلي کې پرگنیزو مظاهرو ته په اشارې سره وويل: «د کار د باراز شرایط زموږ په ډېرو ټولنو کې د ټولنیز پيوستون په له منځه وړولو کې نقش لري.»

Schweiz | ILO verabschiedet ein neues Verfahren gegen Belästigung / Gewalt am Arbeitsplatz
د کار د نړيوال سازمان مشر گویې رېدرانځور: picture-alliance/dpa/Xinhua News Agency

د کار د نړيوال سازمان د «ټولنیزې ناکرارۍ د شاخص» په حواله چې د مظاهرو او اعتصابونو په اړه معلومات ټولوي، د ۲۰۰۹م او ۲۰۱۹م کلونو ترمنځ په نړيواله کچه او همدا راز له یوولسو څخه په اوو سيمو کې دغه ډول کړنې زياتې شوي دي.   

۲۶۷ ميليونو ځوانان چې عمرونه د ۱۵ او ۲۴ کلونو ترمنځ دي او نه هم په درس او يا کار مشغول دي، ښايي د دې ناکرارۍ يو مهم فکتور وي. ډیری ځوانان د کار نامناسب شرائط زغمي.

په رپوټ کې د معاشونو په برخه کې هم لوړ تفاوت ته اشاره شوې ده. همدا راز په کاري ځواک کې د ښځو ونډه ۴۷،۷ فيصده سره باثباته پاتې ده چې دا د نارينه وو له ونډې څخه ۲۷ سلنه ټيټه ده.

رېدر وويل: «موږ کوم لوري ته چې غواړو ولاړ شو هغې ته نه يو روان. وضعه تر هغه بدتره چې مخکې یې فکر کیده.»