1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. په غزه کې د بشري مرستو له پاره نوې همغږي کوونکې ټاکلې

۱۴۰۲ دی ۶, چهارشنبه

په داسې حال کې چې حماس ډلې ته د ماتې ورکولو په پار د غزې تراډې په مرکزي برخه کې د اسرائيل عملياتو شدت خپل کړی، د امريکا ولسمشر جو بایدن د يرغمل شويو د آزادۍ په اړه د قطر له امیر سره خبرې کړي.

https://p.dw.com/p/4acf6
په غزه کې ويجاړۍp
په غزه کې ويجاړۍانځور: Adel Hana/AP

د اسرائيل د دفاعي ځواکونو «آې ډي اف» مشر هرزي حلوي، ويلي دي چې له حماس وسله والې ډلې سره به د اسرائيل جګړه يو څه موده دوام وکړي.

نوموړي سې شنبه د شپې وويل: «د جګړې موخې اړيني او په آسانۍ د لاسته راوړنې وړ نه دي.» هغه زياته کړه: «له همدې کبله به دا جګړه څو مياشتې دوام وکړي.»

د اسرائيل مشرانو د دغه هېواد په شمال کې د اکتوبر پر ۷ نېټه د حماس ترهګرو تر بريدونو وروسته چې تر ۱۱۴۰ ډېر کسان پکې ووژل شول، د حماس ډلې د له منځه وړلو هوډ کړی دی.

په غزې تراډه کې د حماس د روغتيا وزارت په حواله د اسرائيل د بمباريو او محاصرې او بيا وروسته ورپسې د ځمکنيو عملياتو په نتیجه کې تر اوسه تر ۲۰ زرو ډېر فلسطينيان وژل شوي دي.

د جګړې له دوام سره په منځني ختيځ کې د ایران پلوه وسله والو ډلې سره د تړاو لرونکو د شخړي له کبله د يوې پراخې سيمه ایزې شخړې په اړه اندیښنې هم مخ پر ډېريدو دي.

«په لوېديځه غاړه کې شپږ کسان وژل شوي»

په رام الله کې د لویدیځې غاړې د روغتيا وزارت د چهار شنبې په ورځ ويلي دي چې د لویدېځې غاړې په طولکرم ښار کې د اسرائيل د بريد په ترڅ کې شپږ کسان وژل شوي دي. د څو کسانو د ټپي کیدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

د وفا په نوم د فلسطيني خبري آژانس د رپوټ په حواله طولکرم ښار ته په څېرمه پراته د نور شمس په نوم مهاجر کمپ کې د هوايي بريدونو په پايله کې شپږ کسان وژل شوي دي. خبري آژانس زياته کړې ده چې د اسرائيل عسکر هم په سيمه کې مستقر شوي دي.

د اسرائيل پوځ تر اوسه د دې عملياتو په اړه چې رپوټ یې خپور شوی دی، کومه تبصره نه ده کړې.

د اسرائيل له لوري اشغال شوې لوېديځه غاړه په غزه کې د شخړې په ترڅ کې د مخ پر زياتيدونکي تاوتريخوالي شاهده ده. په رام الله کې د چارواکو په حواله د حماس پر وړاندې د اسرائيل د جګړې له پېل راهېسې د اردن سيند په لوېدیځه غاړه کې تر اوسه تر ۳۰۰ ډېر فلسطينيان وژل شوي دي.

لوېدیځه غاړه د غزې تراډې ترڅنګ د فلسطينيانو له دوو سيمو څخه يوه ده. دا سيمه له ۱۹۶۷م کال راهېسې د اسرائيل تر اشغال لاندې ده. د آلمان په ګډون څو هېوادونه دلته د اسرائيل يو شمیر مېني غير قانوني ګڼي.

بايدن د قطر له امير سره د پاتو يرغمل شويو د ژر آزاديدو پر اړتيا بحث کړی

سپینې ماڼۍ ويلي دي چې د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د چهار شنبې په ورځ د قطرله امير تميم بن حمد الثاني، سره د يوه تليفوني تماس له لارې د پاتو یرغمل شويو د آزادیدو په تړاو خبرې کړي دي.

د سپينې ماڼۍ په اعلاميه کې راغلي دي چې دواړو مشرانو «د حماس له خوا يرغمل شويو کسانو چې امريکايي اتباع هم پکې شامل دي، په چټکه توګه د آزادولو د هڅو په اړه» بحث وکړ.

په اعلاميه کې زياته شوې: «دواړه مشران غزې تراړې ته د ژوند ژغورنکې بشري مرستې پر دوامداره او په لا پراخه توګه د رسېدو په برخه کې د آسانتياو رامنځته کولو له پاره پر روانو هڅو هم وغږيدل.»

د قطر دولتي خبري آژانس ويلي دي چې بایدن، له الثاني سره تليفوني اړیکه نيولې، څو د تازه تحولاتو او يوه دايمي اوربند ته د رسېدو له پاره په کلابنده سيمې کې د وضعيت د آرامولو د منځګړيتوب د تازه ګډو هڅو په تړاو خبرې وکړي.

قطر د يرغمل شویو د آزادولو په مخکنۍ هوکړه کې هم منځګړيتوب کړی وو چې په ترڅ کې یې ۱۱۰ هغه کسان خوشې شول چې حماس وسله والې افراطي ډلي په غزې تراډه کې بنديان کړي ول.

د حماس وسله واله ډله د اسرائيل، امريکا متحده ايالاتو، آلمان او اروپايي ټولنې په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو د ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

په غزه کې د م. م. د بشري مرستو نوې همغږې کوونکې

ملګرو ملتونو ويلي دي چې د غزې تراډې په مرکزي سيمه کې د کرسمس يا عيسوي اختر له ماښام راهېسې دوامداره بمباريو تر سلو زيات فلسطينيان وژلي دي. ملګرو ملتونو دا هم ويلي دي چې اسرائيل د سيمې ځيني اوسيدونکو ته ويلي دي چې نورو سيمه ته ولاړ شي.

په دې منځ کې ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هالنډ پخوانۍ مرستياله لومړۍ وزيره سیګريد کاګ، په غزه کې د بشري مرستو د نوې ځانګړې همغږي کوونکې په توګه غوره شوې ده.

نوموړې تر هغه وروسته ګمارل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا تېره اوونۍ د کلابندې سيمې له اوسيدونکو سره د مرستې زياتولو يو قرارداد تصويب کړ.

د سه شنبې په ورځ د اسرائيل د ستراتيژيکي چارو وزير رون ديرمر، هم د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن او د ملي امنيت له مشاور جېک سليوان سره وليدل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب