1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. پر شمالي کوریا باندې تازه بندیزونه وضع کړل

۱۳۹۶ دی ۲, شنبه

د م.م. امنیت شورا د تازه بندیزونو په وضع کولو سره پیونګیانګ ته د پترول صادرات په شدیده توګه محدود کړي او د شمالي کوریا له هغو اتباعو چې د کیم جونګ اون د رژیم لپاره په نورو هیوادونو کې کار کوي، بیرته خپل هیواد ته وګرځي.

https://p.dw.com/p/2psFu
Bildergalerie Jahresrückblick 2017 International
انځور: Reuters/KCNA

پر شمالي کوریا باندې تازه بندیزونه وروسته له هغې وضع شوي چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې یو نوی توغندی و آزمویو. د جعمې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د دسمبر ۲۲مه نېټه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غوڅ اکثریت سره پر شمالي کوریا باندې د تازو بندیزونو په حق کې رایه ورکړه. د دې بندیزونو اصلي هدف شمالي کوریا ته د نفتو د صادراتو او همدا راز له بهرنیو هیوادونو څخه پیونګ یانګ ته د پیسو د لیږد مخنیوی په ګوته شوی دی.

د شنونکو په باور، تازه بندیزونه کوم چې ستر اقتصادي خنډ دی، د شمالي کوریا د وروستي توغندويي آزموینې په ځواب کې وضع کړل شوي دي.

په ورته وخت کې ټولو هیوادونو ته د دې اجازه هم ورکړل شوې چې شمالي کوریا ته او یا له شمالي کوریا څخه نورو هیوادونو ته تلونکې داسې کښتۍ چې فکر وشي ناقانونه توکي پکې بار وي، ونیسي، وپلټي او ضبط یې کړي. په تازه بندیزونو کې د شمالي کوریا ټولو هغو اتباعو ته چې په بهرنیو هیوادونو کې کار کوي، د ۲۴ میاشتو وخت ورکړل شوی ترڅو بیرته خپل هیواد ته وګرځي.

د شمالي کوریا لسګونه زره اتباع چین او روسیې ته د کار له پاره لیږل شوي او د ملګرو ملتونو په حواله دوی د غلامانو په څیر شرایطو کې کار کوي ترڅو د کیم جونګ اون رژیم ته پیسې وګټي.

سربیره پر دې د شمالي کوریا هغه وزارت چې د دې هیواد وسلهوال پوځ ته لوجستیکي خدمات وړاندې کوي د دې هیواد ۱۵ نور چارواکي چې تر ډیره پورې د بانک په سکتور کې کار کوي، د دې بندیزونو په تور لیست کې اضافه کړل شوي دي. د روسیې او چین په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو هیوادونو د دې بندیزونو ملاتړ وکړ. متحده ایالات بیا له ډیرې مودې راهیسې پر چین باندې غږ کوو چې پیونګ یانګ حکومت ته دې د خپلو نفتو صادرات ودروي.

په دې تائید شوو بندیزونو کې د امریکا له لوري غوښتل شوي سخت اقدامات لکه د نورو هیوادونو د هغو کښتیو په تور لیست کې اضافه کول چې شمالي کوریا ته توکي لیږدوي، او یا هم د پیونګ یانګ د حکومت د نړیوالو جایدادونو منجمد کول شامل نه دي.

د شمالي کوریا پر اقتصاد فشارونه

د اقتصادي چارو کارپوهانو بیا ویلي چې د روان کال په ترڅ کې د د دریم او په تیرو ۱۱ کلونو کې د لسم ځل له پاره پر شمالي کوریا باندې وضع شوي بندیزونه به د پیونګ یانګ پر اقتصاد باندې ممکنه فلج کوونکي اغیزې ولري. په شمالي کوریا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پلټنې مشر مایکل کیربي ویلي چې پر شمالي کوریا باندې د نفتو د نل بندول به ډیر «جدي اقدام» وي.

نوموړي په دې هکله زیاته کړې چې «د نفتو بندول، د پترولو صادرات به خامخا [د شمالي کوریا] پر عادې خلکو ډیر ستر اغیز ولري.» په عین وخت کې داسې انګیرنې هم شته چې شمالي کوریا به په خپله خاوره کې د نفتو سترې زیرمې هم ولري خو زیاتره یې بیا د اوبو په تل کې دي چې استخراج یې هم ستونزمن کار دی. د پیسو نه شتون هم په پیونګیانګ کې یوه بله دوامداره ستونزه ده د کوم له امله چې دغه هیواد په دوامداره توګه خپلې پلازمینې ته هم بریښنا نه شي برابرولی.

تر دې مخکې پر شمالي کوریا باندې د روان کال په سپتمبر میاشت کې بندیزونه وضع کړل شوي وو کوم چې د دې لامل شو چې شمالي کوریا د دغه «ظالمانه» اقداماتو د پای ته رسولو غوښتلو ته اړ کړ او دې [بندیزونو] ته یې د عام وژنې نوم ورکړ.

د امریکا له لوري وړاندیز شوي دغه بندیزونه د جعمې په ورځ تر هغې وروسته تائیدیږي چې د نومبر میاشتې په پای کې شمالي کوریا د یوه بل توغندي د بریالۍ ازموینې اعلان وکړ او ویلي یې وو چې دغه توغندی کولی شي د امریکا متحده ایالاتو غربي ساحلونه په نخښه کړي.

واشنګټن او پیونګ یانګ د کیم جونګ اون د اتومي وسلو د ترلاسه کولو د هدف پر سر سختې څرګندونې ښکته او پورته کړي. د ترمپ ادارې ویلي چې دوی د شمالي کوریا د کړکیچ پر سر د سیاسي حل د موندلو له پاره لا هم متعهد دي خو بیا به هم ټولې نورې حل لارې په نظر کې وساتل شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.11.2017):