1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. د افغانستان له پاره د بسپنې ټاکل شوی هدف ترلاسه کړی

۱۴۰۰ آذر ۲, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو د افغانستان له پاره د ۶۰۰ ميليونو ډالرو د راټولو خپل هدف ترلاسه کړی دی. دا پېسې به په افغانستان کې پر بشري مرستو مصرف شي.

https://p.dw.com/p/43N51
Jens Laerke stellvertretender Sprecher OCHA
انځور: UNOCHA

د ملګرو ملتونو د بيړنيو مرستو دفتر «اوچا» له خوا د سه شنبې په ورځ ويل شوي چې آلمان د ۷۶ ميليونو ډالرو په مرستې سره د امريکا متحده ايالاتو، اروپايي کميسیون، فرانسې او جاپان ترڅنګ ستر بسپنه ورکوونکی هیواد ګرځيدلی دی.

د اوچا وياند ينس لايرکه په ژنيو کې وويل چې نړيوالو بسپنه ورکوونکو نه يوازې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ټاکل شوی هدف ترلاسه کړی، بلکې د دې زمينه یې هم برابره کړې ده چې په سيمه کې بشري فعاليت وده وکړي. له سپتمبر مياشتې راهيسې په افغانستان کې له کابو ۷،۲ میليونه انسانانو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده. همدا راز ۹۰۰ زرو کسانو ته روغتيايي مرسته رسېدلې ده.

د لایرکه په حواله د ملګرو ملتونو ټولې ادارې د افغانستان ټولو سيمو ته لاس رسی لري. نوموړي وويل: «په افغانستان کې د بانکونو او مالي بحران له کبله ټولې منابع په سيمه کې نه شي کارول کيدلای.» هغه وويل چې بشري بحران لا پای ته نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو د اګست مياشتې په نيمايي کې د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته پر کابل ولکه ټینګه کړه. په عين وخت کې بسپنه ورکوونکو هيوادونو او پراختيايي سازمانونو خپلې مرستې ودرولې او همداراز د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ کنګل شوې چې له کبله یې افغانستان د يوه بشري بحران خطر تهديدوي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)