1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: تیر کال په افغانستان کې تر بل هر وخت ډیر ملکیان وژل شوي دي

۱۳۹۰ بهمن ۱۵, شنبه

د ملگرو ملتونو له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې تیر کال د افغانانو له پاره تر ټولو خونړی کال وو.

https://p.dw.com/p/13wxF
ملگرو ملتونو په افغانستان کي د مخ په ډیریدو ملکي تلفاتو په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده
ملگرو ملتونو په افغانستان کي د مخ په ډیریدو ملکي تلفاتو په اړه اندیښنه څرگنده کړې دهانځور: AP Graphics

د رپوټ په حواله په ۲۰۱۱ کال کي د افغانستان جګړي ۳۰۱۲ تنه ملکیان وژلي دي.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو اداري یوناما، له خوا په خپور شوي رپورټ کې راغلي دي چې تیر کال په افغانستان کي ۳۰۲۱ تنه ملکي وگړي وژل شوي دي. د ۲۰۱۰م کال په پرتله دغه شمیره ۸ سلنه لوړه شوي ده. په ۲۰۱۰م کال کې د وژل شوو افغان ملکي وگړو شمیر ۲۷۹۰ تنو ته رسیده.

د یوناما په دغه کلنۍ رپورټ کي راغلي دي چې دا پر له پسې پنځم کال دﺉ چې په افغانستان کي د ملکي وگړو د وژني شمیره د هر کال لوړیږي. د ۲۰۰۷م کال راهیسي د افغانستان په جګړه کې ۱۱۸۶۴ ملکيان وژل شوي دي.

په دغه رپوټ کې د ملکي وگړو د ۷۵ سلنه وژنو پړه پر اورپکو وراچول شوې ده. دغه ملکي کسان د ځانمرگو بریدونو، د سړک د غاړي ماینونو او نورو ورته پیښو قرباني شوي دي. د ملکي وگړو د وژنې لوی لامل د سړک د غاړي ماینونه بلل شوي دي چې په هرو درو تنو کې یو تن ئې د همدغو ماینونو په وسیله وژل شوي دي.

ناټو او افغان ځواکونه د ۱۴ سلنه ملکي وژنو پړه پر غاړه لري. په رپوټ کي د ۴۱۰ تنو ملکي وگړو د وژنې پړه پر ناټو او افغان ځواکونو اچول شوې ده.

په ځانمرگي بریدونو کې د وژل شوو ملکي وگړو شمیر په ډراماتیکه توگه ۴۵۰ تنو ته لوړ شوی دئ چې د تیر کال په پرتله پکښي ۸۰ سلنه لوړوالی ښکاره کوي.

تیر کال د سړک د غاړي ماینونه د ملکي وگړو د وژنې لوی لامل ول. په لاس جوړ شوو ماینونو ۹۶۷ تنه وژلي دي چې دا تیر کال په افغانستان کي د وژل شوو کسانو دریمه برخه جوړیوي.

د دې سربیره په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د تیر کال کړکیچ دیر شمیر افغان بي ځایه کړي هم دي. د اټکل له مخې تیر کال ۱۸۵۶۳۲ تنه افغانان له خپلو ځایونو څخه بي ځایه شوي دي چې د ۲۰۱۰ کال په پرتله ۴۵ سلنه ډیروالی ښيي.

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي جان کوبز ویلي دي چې د اوږدي مودي له پاره دغه جگړه د ملکي وگړو په قربانې تمامه شوې ده.

هغه زیاته کړې ده چې په دغه جگړه کې د افغان ماشومانو، ښځو او نارینوو وژنه ادامه لري او هر کال په دغه شمیر کې ډیروالی راځي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د څانگې مشرې ناوې پیلې، ویلي دي چې دا ډیره ویرونکي خبره ده چې د هر کال په تیریدو سره د ملکي وگړو د وژني شمیره مخ په لوړیدو ده.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب