1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هوایي بریدونو کې د ملکي افغانانو پر تلفاتو د یوناما انديښنه

۱۳۹۷ مهر ۳, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ویلي چې په افغانستان کې د هوایي بریدونو په پایله کې د ملکي تلفاتو له زیاتیدو په اندیښنه دي. تیره اوونۍ په دوو ولایتونو کې هوایي بریدونو ۲۵ کسان وژلي.

https://p.dw.com/p/35T0x
US Air Force B1-B Lancer Bomber
انځور: picture-alliance/Photoshot/USAF

په روان کال کې په افغانستان کې هوایي بریدونه ډیر شوي دي ځکه افغان حکومت او نړیوال ملاتړي یې غواړي طالبان د حګړې په ډکر کې تر فشار لاندې راولي ترڅو دغه ډله د سولې خبرو اترو ته اړ کړي. یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو د افغانستان په بیلابیلو برخو کې نزدې ۳۰۰۰ بمونو غورځول شوي دي.

یوناما د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر ۲۵) وويل چې داسې د «اعتماد وړ تورونه» ورته رسیدلي دي چې پکښې ویل شوي چې د شنبې په ورځ په کاپیسا ولایت کې د یوه روزونکي پر کور باندې هوایي برید شوی دی جې په پایله کې یې د یوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي. یوناما زیاته کړې ده چې د وژل شویو کسانو په ډله کې درې ښځې او څلور ماشومان شامل وو. په پیښه کې شپږ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د یوناما په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «یوناما د جګړې ټولو اړخونو ته یادونه کوي چې خپل مسئولیتونه ادا کړي او د ملکیانو ساتنه وکړي.»

ملګرو ملتونو یو ځل بیا خپله غوښتنه تکرار کړې ده چې د هدفونو د تعینولو له پاره په دوامداره توګه پر پروتوکولونو کره کتنه وکړي او د قربانیانو له پاره تسکیني او د خسارې د جبران تدابیر په پام کې ونیسي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش، د افغان او امریکایي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ملکي تلفاتو رامنځ ته کیدل تایید کړل خو په دې اړه یې نور جزئیات ور نه کړل. هغه زیاته کړه چې په دې اړه څیړنه روانه ده.

امریکایي ځواکونو د دوشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې وویل چې امریکایي څرخي الوتکو په کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو د یوه ماموریت ملاتړ کاوه چې د حکومت پلوه ملیشې له خوا تر برید لاندې راغلې. په بیانیه کې راغلي دي چې امریکایي څرخي الوتکو د خپلې دفاع په موخه ډزې کړې دي چې په پایله کې یې شپږ کسان ټپیان شوي.

په بیانیه کې راغلي دي: «موږ د غیر پوځیانو د تلفاتو په اړه معلومات نه لرو.»

د ملګرو ملتونو په حواله د روان کال په لومړیو شپړو میاشتو کې د هوایي بریدونو په پایله کې په رامنځ ته شویو ملکي تلفاتو کې ۵۲ سنله زیاتوالی راغلی دی. د تیر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هوایي بریدونو ۱۴۹ ملکیان وژلي او ۲۰۴ نور یې ټپیان کړي وو. د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه شمیر ۲۰۴ وژل شویو او ۳۵۳ تپي شویو ته رسیدلي.