1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: راتلونکي پنځه کلونه به تر ټولو ګرم وي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

د نړۍ د هوا پېژندنې سازمان د وړاندوینې له مخې، د نړۍ تودوخه به یو ځل بیا لوړه شي. ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې چې ښايي په راتلونکو پنځو کلونو کې یو یې د نړۍ تر ټولو ګرم کال وي.

https://p.dw.com/p/4RXlu
ملګري ملتونه راتلونکي پنځه کلونه تر ټولو ګرم کلونه یادوي
ملګري ملتونه راتلونکي پنځه کلونه تر ټولو ګرم کلونه یادويانځور: Daniel G. Acuna/dpa/picture alliance

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان (WMO) د چهارشنبې په ورځ وویل: «په سلو کې ۹۸ سلنه امکان لري چې راتلونکي پنځه کاله به د ګرمو کلونو په نوم ریکارد ټینګ کړي.»

د دې راپور له مخې د نړۍ تودوخه به ډیر ژر له ۱،۵ درجې سانتي ګراد چې د پاریس د اقلیم په تړون کې ټاکل شوې وه لوړه شي.

د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۲ کلونو پوري تر ټولو ګرم کلونه ثبت شوي، او اټکل کیږي چې د نړۍ تودوخه به دوام ومومي. د هوا پېژندنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د اقلیم پر بدلون سربیره، د هوا پدیده " ال نینو" د دې تودښت لامل کیږي؛ هغه پدیده چې ښایې په راتلونکو میاشتو کې بیا پیښه شي.

د هوا پدیده "ال نینو" له دوو څخه تر اوو کلونو پورې پیښیږي او د دې لامل کیږي چې د نړۍ تودښت نور هم زيات کړي. په دې پدیده کې د ارام سمندر د سطحې اوبه ګرمیږي او معمولاً په استرالیا، اندونیزیا او د سویلي اسیا په ځینو برخو کې د وچوالي لامل کیږي، په داسي حال کې چې په افریقا، سویلي امریکا او منځنۍ اسیا کې ډیر شدید بارانونه رامینځته کوي. ال نینو پدیده په ۲۰۱۸  او ۲۰۱۹کلونو کې رامنځ ته شوه.

په ۲۰۱۵ کال کې، نړیوالې ټولنې د پاریس د اقلیم په تړون کې موافقه وکړه چې د اقلیم د بدلون د مخنیوي له پاره، د نړۍ تودښت باید د پام وړ له ۲ درجو سانتي ګراد څخه کم شي، او که ممکنه وي حتی د پخوا په پرتله ۱،۵ درجو ته را کښته شي.

اوس په نړۍ کي د ګلخاني ګازونو د اخراج له امله، په ځانګړې توګه د تیلو او طبیعي ګازو په کارولو سره، ځمکه ۱،۱ سانتي ګراد لا پسې ګرمه شوې ده.

د نړۍ د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې ۶۶ سلنه امکان لري چي د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۷ کلونو تر منځ یو کال د نړۍ د تودښت د منځنۍ کچې ۱.۵ درجې سانتي ګراد څخه چې د پاریس د اقلیم په تړون کې پرې موافقه شوې وه، زیات ګرم سي.

د هوا پیژندني نړيوال سازمان عمومي منشي پیټري تالاس په وینا د دې معنی دا نه ده چې نړۍ به د تل له پاره د پاریس د اقلیم په تړون کې له ټاکل شوي حدودو څخه تیریږي، بلکه دا یو خبرداری دی چې نړۍ به په موقتي او احتمالي توګه په مکرر ډول د ۱،۵ درجې سانتي ګراد تودښت له حد څخه واوړي.