1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ملګري ملتونه: داعش کمزوره شوې خو د بریدونو ګواښ یې شته

۱۳۹۵ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو نوي سرمنشي په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې داعش ترهګړه ډله د پخوا په پرتله کمزوره شوې ده، خو اوس هم په اروپا کې د بریدونو وړتیا لري.

https://p.dw.com/p/2X55p
Symbolbild Islamischer Staat Propaganda Video Still
انځور: picture-alliance/abaca

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس، په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې ترهگره ډله «اسلامي دولت» په افغانستان، عراق، لیبیا او سوريه کې په دفاعي حالت کې ده. خو هغه زیاته کړې ده چې دغه ډله اوس په قسمي توګه ځان له شرایطو سره د پټو اړیکو ټینګولو، نویو کسانو ګومارلو او له جنګي سیمو څخه له عملیاتو لیرې کولو سره برابروي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي دي چې اوس هم په هوايي ډګرونو او الوتکو کې د بریدونو ګواښ ډېر دی. هغه زیاته کړې ده چې داعش اوس هم د جګړې تر سیمو دباندي خپل پلویان هڅوي چې له ځایي مرکزونو څخه په استفادې سره بریدونه وکړي.

دغه رپوت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارل شوی دی. د شورا غړو هیوادونو ویلي دي چې د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» غړي اوس یو له بل سره پټې اړیکې ټینګوي او د بیلګې په توګه له تور انترنت او کود لرونکو مکالماتو څخه کار اخلي.

خو ګوتریس روښانه کړه چې د دغې ډلې پر ضد پوځي کمپاینونو پایلې لرلې دي. هغه وویل چې داعش ډیر جنګیالي او ډیري سیمي له لاسه ورکړې دي. د هغه په خبره د داعش مالي وضعیت هم ډیر ښه نه دی او له دې کبله د دغي ډلي وضعيت د پخوا په شان نه دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي روښانه کړه چې په وروستیو وختونو کې له نورو هیوادونو څخه سوریې او عراق ته د داعش ترڅنګ د جګړې په موخه تلونکو کسانو شمیر هم کم شوی دی. د دې یو لامل د بیلابیلو هیوادونو له خوا د لا پیاوړو تدابیرو نیول دي.

ګوتریس وویل چې ترهگره ډله اوس د یوې بېړنۍ بودجې پر اساس خپلې چارې پرمخ وړي ځکه مالي سرچینې یې ډیري لږ شوې دي. خو هغه روښانه کړې ده چې دغه ډله اوس هم د نفتو، مالیاتو او له خلکو په زور پیسو ځیني سرچینې لري چې د دې ډلې د عواید ۸۰ سلنه کيږي.

په عراق کې د ملګرو ملتونو دفتر اټکل کوي چې داعش دي تیر کال له بیلابیلو سرچینو ۲۶۰ میلیونه ډالر ګټلي وي. د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې دا په ۲۰۱۵م کال کې د داعش ډلې د عواید نیمایي وه.

خو ملګرو ملتونو روښانه کړې ده چې پر دې ټولو سربیره اوس هم په اروپا کې د داعش بریدونو ګواښ موجود دي.

نور مطالب: