1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه د کرکې ضد مبارزه پېلوي

۱۳۹۸ خرداد ۲۹, چهارشنبه

په انټرنټ کي د کرکې څخه ډک پيغامونه په چټکۍ سره مخ پر زياتېدو دي. ملګري ملتونه غواړي چي د کرکه پارونکو پيغامونو او کرکې د مخنيوي له پاره اقدامات وکړي. په دې تړاو یو پلان وړاندي سو.

https://p.dw.com/p/3KiEo
Symbolbild UN stellen Aktionsplan gegen Hassbotschaften vor
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTO/C. Ohde

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېريش په نيويارک کي وويل چي له کرکې ډکې خبري خطرناکي دي. هغه زیاته کړه: »له کرکې ډک بيانونه زموږ د زغم، راګډون او د بشري حقونو او انساني کرامت په وړاندي احترام غوندي بنيادي ارزښتونو پر ضد مستقيم بريد دی.«

سرمنشي پر دې ټينګار وکړ چي دولتونه، مدني سازمانونه، رسنۍ او په همدې شان خصوصي سيکتور بايد د کرکې څخه د ډکو بيانونو پر ضد لاسونه سره يو کړي او په وړاندي يې مشترکه مبارزه وکړي. د ګوتېريش په وينا د ډلو له خوا يو د بل پر ضد له کرکې ډک بيانونه د تاوتريخوالي او بحرانونو د زياتېدو او »د سولې، ټيکاو او دوام لرونکي پرمختګ له پاره د هلو ځلو د بې اغېزه کولو لامل ګرځي.«

په ملګرو ملتونو کي د دې له پاره د يوه پلان طرحه هم وړاندي کړل سوه چي څنګه په خواله رسنيو کي د کرکې ضد مبارزه کېدلای سي او د کرکې په وړاندي څخه ډول چلن وسي. په پام کي نيول سوې چي په يو نړيوال کانفرانس کي به د کرکې څخه ډکو ويناؤ او پيغامونو پر ضد د مبارزې په ترڅ کي د پوهاوي رول ته مرکزي اهميت ورکول سي.

د بيان آزادي ته به زيان نه رسيږي

د ولس وژنې د مخنيوي له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي آدم دينګ وويل چي په ياد پلان کي دې ته ځانګړې پاملرنه سوې ده، چي له کرکې څخه ډکو ويناو پر ضد مبارزه کي د بيان آزادي زيانمنه نه سي.

د هغه په وينا اصلي مقصد بايد دا وي چي کرکجنه وينا په خپلو ريښو کي له منځه يووړل سي او پر ټولنه يې اغېزې بايد بربنډي کړل سي. د دغه ځانګړي استازي په وينا د کرکجنې وينا کوونکو او بې بنياده تهمت کوونکو په وړاندي د مبارزې تر ټولو غوره لاره د څو اړخيزه نظرونو خپرول دي.

haz/jj (dpa, epd) ا.و.ا.