1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه د مهاجرو له پاره لا ډيرو مرستو ته اړتيا لري

۱۳۹۸ آذر ۲۷, چهارشنبه

په نړۍ کې د مهاجرو شمير له دوهمې نړۍ جګړې را په ديخوا په دې اندازه نه وو لوړ شوی. دمگړۍ په ټوله نړۍ کې ۷۱ ميليونه انسانان په مهاجرت کې ژوند کوي. م م، دغه بحران ته د رسيدګۍ له پاره د لا ډیرو مالي مرستو د جذب په لټه کې دی.

https://p.dw.com/p/3V1Pd
Schweiz Genf Global Refugee Summit
د آلمان د بهرنيو چارو وزير هایکوماس (کيڼ لور) او د مهاجرو په چارو کې د م م د عالي کمشنرۍ مشر فليپو ګرانديانځور: AFP/F. Coffrini

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس، د مهاجرت پر موضوع د ملګرو ملتونو په لومړنۍ نړیواله سرمشريزه کې د هغو بې وزلو هیوادونو سره د لا ډيرو نړيوالو مرستو او ملاتړ غوښتونکی شو چې د مهاجرو کوربه توب کوي. ماس چې د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند څخه دی، همدغه غوښتنه يې د مهاجرو او بې ځایه شويو له پاره هم وکړه.

ماس د ژنيو په غونډه کې وويل چې تر ټولو درانه فشارونه پر هغو هيوادونو وارد شوي، چې د اقتصادي اړخه ضعيف دي او دوی د لوړ شمير مهاجرو کوربه توب کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان په دغې دوه ورځنۍ (د دسمبر ۱۷مه او ۱۸مه) غونډه کې چې په کې ۳۰۰۰ ګډونوالو برخه اخیستې ده، په دې لټه کې دی چې د مهاجرو د وضعيت د لا ښه کيدو په موخه لا ډيرې مالي مرستې جذب کړي. د دغه سازمان مشر، آنتونيو ګوتريش، له غړو هيوادونو څخه وغوښتل چې په خپلو «سخاوتمندانه او مشخصو» ژمنو سره دې، د مهاجرو د برخليک د بدليدو او بهبود له پاره مرستې وکړي.

د لسو هغو هيوادونو له ډلې چې تر ټولو ډير مهاجر يې منلي، ۹ يې داسې هيوادونه دي چې د آلمان د بهرنيو چارو د وزير په خبره، ضعيف او يا هم متوسط اقتصاد لري. لکه یوګاندا او پاکستان.

د ملګرو ملتونو سازمان د ټولو ۱۹۳ غړو هيوادونو له ډلې څخه يوازې يو پر پنځمه برخه يې تر اوسه د ميليونو مهاجرو د اړتيا په برابرولو کې د پام وړ رول لوبولی دی.

۳،۷ ميليونه مهاجر په ترکيه کې

د ترکېې ولسمشر رجب طيب اردوغان، په ترکيه کې ميشتو ۳،۷ ميليونه مهاجرو ته په اشارې وويل، هيڅ هيواد له دومره شمير مهاجرو څخه هرکلی نه دی کړی. اردوغان له اروپايي اتحاديې څخه دغو مهاجرو ته د لا ښې رسيدګۍ په موخه د لا ډيرو مالي مرستو غوښتونکی شو. اردوغان وويل که څه هم اروپايانو ورسره د مالي مرستو ژمنه کړې خو په بشپړه توګه يې ورباندې عمل نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو د سازمان مشر، له کوربه هيوادونو څخه وغوښتل چې په خپلو ټولنو کې د لا ډيرو مهاجرو پر جذبولو فکر وکړي. ګوتريش وويل چې مهاجر بايد په کوربه هيوادونو کې په ټولنيز ژوند کې د کار او مشارکت امکانات ولري. هغه دې ته هم اشاره وکړه چې په دې منځ کې غالباً د مهاجرو حقونه تلف کیږي او د مهاجرو پر مخ دروازې تړل کيږي. ګوتريش په دې تړاو د بشر حقونو پر تقويت باندې يې ټينګار وکړ.

د ملګرو ملتونو سازمان په وينا، په ټوله نړۍ کې ټولټال ۷۱ ميليونه انسانان له خپلو کورونو څخه بېځایه شوی دي. دا د دوهمې نړيوالې جګړې راورسته د مهاجرو تر ټولو لوړ شمير دی.

د مهاجرت مخ پر ډيريدونکي نړيوال بحران ته په کتو، د ملګرو ملتونو ۱۷۰ غړي هېوادونو، تيرکال د مهاجرو پر يو نړيوال تړون باندې توافق ته ورسيدل. دغه تړون چې د قانون له مخې الزامي نه دی، څلور هدفونه تعقيبوي: پر کوربه هیوادونو د فشار کمول، د مهاجرو د آزادۍ او تقويت څخه ملاتړ، د منلو او بشردوستانه پروګرامونو پراخول او په باعزته توګه خپلو هيوادونو ته د بيرته ستنیدو شرايط برابرول. د دغې معاهدې د اصلي برخو څخه يوه هم د مهاجرو په اړه د منظمو غونډو جوړول دي.