1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه د طالبانو د سفري بندیزونو معافیت پای ته رسوي

۱۴۰۱ مرداد ۲۹, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان غواړي پر ۱۳ طالب چارواکو د سفر کولو د بندیز معافیت پای ته ورسوي او تر هغې چې د امنیت شورا غړي د معافیت پر یو احتمالي تمديد موافقه ته نه وي رسيدلي، طالبانو سره هر ډول تعامل به د تعویق په حال کې وي.

https://p.dw.com/p/4Foa9
Katar | Taliban Vertreter in Doha
انځور: Karim Jaafar/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۲۰۱۱م کال پرېکړه ليک پر اساس، ۱۳۵ طالب چارواکي له بنديزونه سره مخ دي چې په دغو بندیزونو کې سفري بنديزونه او د شتمنۍ کنګل کول هم شامل دي.

خو وروسته بیا د ۱۳ طالب چارواکو سفري بندیزونو معاف شول تر څو دوی د دې اجازه ولري چې وشي کړی د بهرنیو هيوادونو له چارواکو سره لېده کاته ولري. د دغو ۱۳ طالب چارواکو د سفري بنديز معافیت دوره، د جمعې شپې په نیمايي کې پای ته ورسيد.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د بنديزونو ۱۵ کسیزې کمېټې په جون میاشت کې، د طالبانو د حکومت د زده کړو د دوه وزیرانو نومونه د معافیت له لیسته وښکل. د دغو وزیرانو د سفري بندیز معافیت په دې دليل لغوه شو چې د ښځو حقونه ېې محدود کړي دي.

دغې کمېټې په عین وخت کې د پاتې نورو طالب چارواکو د سفري معافيت دوره د اګست مياشتې تر ۱۹مې پورې وغځوله، په دې معنی چې د معافیت دغه دوره نوره پاې ته رسېدلې ده. خو که چېرته د شورا هيڅ غړی په دې هکله مخالفت ونه لري په هغه صورت کې به دغه معافیت د یوې بلې مياشتې له پاره تمديد کړل شي.

USA | Abstimmung im UN-Sicherheitsrat über die Haiti-Resolution
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري دا وخت چين کوي، چين غواړي چې د معافیت دوره وغځول شيانځور: Eskinder Debebe/UN Photo/Xinhua/IMAGO

ورته نور مطالب:ملګرو ملتونو پر دوو جګپوړو طالب چارواکو سفري بندیز وضع کړی

د فرانسې خبري آژانس د ديپلوماتيکو سرچينو له قوله ليکي چې، ایرلند روانه اوونۍ په دې هکله اعتراض کړی دی. چين او روسېې د تمديد غوښتنه کړې، خو امریکا متحده ایالاتو بیا ويلي دي چې هم دې په لیست کې د طالب چارواکو نومونه کم شي او هم دې هغه هیوادونه کم کړل شي چې طالب چارواکي غواړي ورته سفرونه وکړي.

دغو سرچينو ويلي دي چې که چیرته نهايي وړانديز، کوم چې دا وخت د ميز په سر پروت دی، ومنل شي، په هغه صورت کې به د ۱۳ طالب چارواکو له ډلې یوازې شپږ به ېې د دې اجازه ولري چې د ديپلوماتيکو مقاصدو له پاره سفرونه وکړي.

د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال، ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزارت مرستيال، شیرمحمد عباس ستانکزی د دغو ۱۳ چارواکو په ډله کې هغه کسان دي چې د سفر کولو اجازه لري. برادر و ستانکزی د طالبانو په رهبرۍ کې هغه څيرې دي چې په ۲۰۲۰ کال د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې په تړون کې ېې مهم رول درولودلی دی.

دغه تړون چې د امریکا د پخواني ولسمشر، دونالد ترمپ پر وخت لاسلیک وشو، له افغانستان څخه ېې امریکايي ځواکونو ته د وتلو لاره هواره کړه، کوم چې طالبانو د جګړې یو اساسي هدف وو.

ورته نور مطالب: امریکا: پر طالبانو فشار راوړو چې له تصمیمونو نه ېې پر شا شي

Katar Doha Unterzeichnung Abkommen USA Afghanistan  Taliban Zalmay Khalilzad Abdul Ghani Baradar
ملا عبدالغني برادر، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون د لاسليک کولو پر مهالانځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري دا وخت چين کوي. د شورا مشر روانه اوونۍ د ښځو د حقونو سره په تړاو د سفري معافیت لرې کول يو «نامعقوله» کار وباله. هغه وويل د سفري بندیزونو معافیت ته «له هر بل وخت په څير اړتیا» ده. ږانگ جون زیاته کړه که چيرته د شورا پاتې ټول غړي د سفري معافیت پر بنديز ټينګار کوي نو «په ښکاره توګه دوی هيڅ درس نه دی زده کړی.»

طالبان، مخکې له دې چې د تیرکال په اګست کې واک ته ورسيږي، ژمنه ېې کوله چې د پخوا په پرتله ېې په خپل سیاست کې ېې نرمښت راوستلې، خو له یوه کال راپدېخوا چې دوی په واک کې دي داسې ښکاري چې دوی خپلې لومړنۍ دورې په څير چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کال تر منځ وه، سخت دريځه پاته دي. په ځانګړې توګه طالبانو د ښځو پر حقونو او ازاديو ساحه ډيره راتنګه کړې ده. دوی له واکمنيدو څو ورځې وروسته د ښځو د چارو وزارت لغوه کړ، اکثریت ښځې چې رسمي وظیفې ېې درلودې په کور کېنول شوي او نجونې هم په عمومي توګه نشي کولای تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته ولاړې شي.  طالبانو همدارنګه د ښځو د سفر او حجاب په اړه هم مشخص فرمانونه صادر کړي دي چې له مخې ېې ښځې باید په سفر کې له ځانه سره یو محرم نارینه ولري او حجاب رعایت کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په لويو ښارونو کې ټولې ښځې حجاب بورقع یا چادري نه په سر کوي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ.