1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه د بامیان د سمڅو اوسیدونکو ته سرپنا چمتو کوي

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره په بامیان ولایت کي د «شهرک بابا» پر غونډه ۱۴۴ هغو کورنیو ته، چي اوسمهال په سمڅو کي اوسي او مسکینان دي سرپنا وي جوړوي. دغه پروژه وړمه ورځ پيل او ټاکل سوې د روان کال تر پایه به بشپړه سي.

https://p.dw.com/p/4QqSC
Taliban zerstören die Buddha-Statuen von Bamiyan
انځور: Saifurahman Safi/XinHua/dpa/picture alliance

۳۰۰ هغه کورنۍ  چي د مسکنت، جګړو، نامنیو او وزګارتیا له امله ۳۰ کاله ترمخه د بېلا بیلو ولایتونو څخه د بامیان مرکز ته بېځایه سوې دي، اوس په لرغونو سمڅو کي د صلصال بودا او شهمامه مجسمو ته نژدې ژوند کوي.

اړوند: په بامیان کي د ۷ ولایتونو د نجونو د بایسکل ځغلونی سیالي پیل سوې

په بامیان ولایت کي د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګي ولایتي مسؤل اشرف نیازي دویچه ویله ته وویل، د سیمه ایزو ادارو په همکارۍ يې هغه  ۱۴۴ مستحقي اوبې سرپنا کورنۍ مشخصي کړي چي اوس په یادو سمڅو کي اوسي.

نیازي وویل: «موږ په شهرک بابا سیمه کي ۱۴۴ کورنیو ته کورونه جوړوو، چي هر کور به دوې خوني، غسل خانه، تشناب او پخلنځی ولري، پر هر کور جوړولو باندي ۴ زره او ۴۰۰ ډالر لګښت راځي.»

اړوند:

د بامیان په سمڅو کي کوچنیان څنگه زده کړي کوي؟

د دغو کورنو د جوړولو د بنسټ ډبره د دوشنبې په ورځ کښېښودل سوه، ټاکل سوې ده چي دغه کورونه به د روان کال تر وروستیو پوري جوړ او سمڅ مېشتو ته به وسپارل سي.

بیګم هغه ۴۵ کلنه مېرمن ده چي له ۶ کلنۍ څخه تر ۱۴ کلنۍ پوري د پنځو اولادونو سرپرستي ور ترغاړه ده، دا اوس د اقتصادي ستونزو او د سرپنا نه لرلو له امله په دغو لندو او زیمناکو سمڅو کي اوسي.

یاده ۴۵ کلنه مېرمن د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې څخه مننه کوي او وايي: «موږ ډېر خوشحاله یوو چي له دغه بدبخته حالت څخه خلاص او د یو کور څښتنان کېږو.»

خو دا یوازي د بیګم د سرپنا د نه شتون ستونزه نه ده، بلکي د دې اولادونه د غربت له امله له لوږي سره هم مخامخ دي، نوموړې په دې اړه هم د مرستو هیله لري.

اته کاله ترمخه د بیګم مېړه په نشو روږ او ټوله سرمایه او امکانات يې خرڅ کړل او ۳ کاله کیږي چي خپل اولادونه يې هم خوشي کړي او له کوره وتلی دی.

اړوند: 

په بامیان کې په لسونو ښځو د موټر چلولو جواز اخیستی

بیګم له دې امله چي اولادونه يې له لوږي مړه نه سي، د بامیان په پوهنتون کي د صفاکارۍ کار کاوی، ترڅو د تنخوا په ترلاسه کولو خپل سر او نیم سر اولادونه وساتي، مګر د طالبانو په راتګ سره يې هغه کار هم له لاسه ورکړ.

بیګم وايي: «له هغه وروسته چي طالبانو د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، ماته يې هم اجازه را نه کړه چي په پوهنتون کي خپله دنده اجراء کړم. اوس نه پوهېږم څه وکړم او اولادونو ته له کوم ځایه ډوډۍ پیداکړم؟»

ژباړه: محمدابراهیم سپېڅلی