1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اوربند پرغوښتنې سربیره ځینو منازعاتو شدت موندلی»

۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه

د نړۍ په ۱۱ هیوادونو کې په شخړو کې ښکیلو ډلو د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي غوښتنې ته مثبت غبرګون ښکاره کړی دی. خو له کرونا سره د مقابلې په اړه د دغې جهاني غوښتنې سربیره ځینو نړیوالو منازعاتو شدت موندلی دی.

https://p.dw.com/p/3aSJe
Libyen LNA-Kämpfer greifen Tripoli ein
انځور: Getty Images/AFP/M. Turkia

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، د جمعې په ورځ د ویډیوي کنفرانس له لارې په خپله کلنۍ وینا کې وویل چې د کامرون، د مرکزي افریقا جمهوریت، کولمبیا، لیبیا، میانمار، فیلیپين، جنوبي سوډان، سوډان، سوریه، اوکراین، او یمن کې متخاصمو ډلو د اوربند غوښتنې منلو ته امادګي ښودلې ده.

د آلمان خبري آژانس د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مونشي په حواله لیکلي دي:

«د اوربند په عملي کیدو کې ډیرې ستونزې موجودې دي؛ ځکه منازعات د کلونو راهیسې ادامه لري او ډیره سخته بی اعتمادي موجوده ده.»

نوموړي د یمن، افغانستان او لیبیا وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړې ده:

«په ډیرو بحراني وضعیتونو کې په نښتو کې هیڅ کمښت نه لیدل کیږي، او حتی یو شمیر منازعاتو شدت موندلی دی.»

انتونیو ګوتیرش د حکومتونو له خوا د ټینګو ډیپلوماتیکو هڅو غوښتنه کړې ده، څو په نړیواله کچه پر ښکیلو اړخونو فشار راولي چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي. نوموړي زیاته کړه:

43. UN-Menschenrechtsrat | Antonio Guterres
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرشانځور: picture-alliance/KEYSTONE/S. Di Nolfi

«لا زیات خراب وضعیت په مخ کې لرو او دې ته اړتیا ده چې یوې نړیوالې سولې ته د رسیدو او کووید-۱۹ یا کرونا ویروس سره د مقابلې له پاره ټول ممکنه اقدامات ترسره کړو.»

د هغه د اوربند دغې غوښتنې ته چې لس ورځې مخکې یې مطرحه کړې وه، د ۷۰ حکومتونو، مدني ټولنو او د پاپ فرانسیسکو په ګډون ډير شمیر مذهبي مشرانو هرکلی ویلی دی.

ګوتیرش د هغه پریکړه لیک هرکلی وکړ چې د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د پنجشنبې په ورځ تصویب شوی وو. د ملګرو ملتونو په دغه پریکړه لیک کې د دې وبایې ناروغۍ بی ساری اغیزې په رسمیت ؤپيژندل شوې او د دې ویروس د کنترول او مخنيوي په برخه کې د پراخو بین المللي همکاریو غوښتنه شوې.

دا لومړنۍ قطعنامه وه چې د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۳ غړو له خوا د دې پاندمي)وبا( د رامنځته کیدو په اړه تصویب شوه. ګوتیرش د دې پریکړه لیک تصویبیدل د کرونا ویروس سره د مقابلې په برخه کې مهم ګام وباله، چې پراخې اقتصادي او ټولنیزې پایلې به ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مونشي په پرله پسې ډول د دغه نوي وبایې ناروغۍ پر وړاندې د مقابلې په برخه کې د لازیاتې قوي بین المللي همکاریو پر غوښتنې ټینګار کړی دی.

ملګرو ملتونو دغه پاندمي یا وبا یو تر ټولو لوی بحران بللی دی، چې نړۍ ورسره تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته مخامخ شوې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ق. ن

د سورېې جګړې په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز رپوټ: