1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د ننګرهار پیښه وغندله

۱۳۹۸ مهر ۲۷, شنبه

د ملګرو ملتونو سرمنشي د جمعې په ورځ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې په یوه مسجد کې دننه چاودنه په کلکه غندلې ده. په دې چاودنه کې تر ۶۰ ډیر کسان ووژل شول او په سلهاو تنه نور ټپیان شول.

https://p.dw.com/p/3RYdG
Afghanistan Anschlag auf Moschee in Jalalabad
انځور: picture-alliance/AP Photo/W. Sabawoon

د ملګرو ملتونو ویاندې ستیفن دوجریچ، د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۱۸مه) په نیوریارک کې خبریالانو ته وویل چې «د برید له مسوولینو څخه باید حساب واخیستل شي.»

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د جمعې ورځې په چاودنه کې لږ تر لږه ۶۲ تنه وژل شوي. د ملګرو ملتونو ویاند بیا وویل چې د دې سازمان مشر «د پیښې قربانیانو ته خپل ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کوي او د ټپیان له پاره د ژر د روغتیا هیله لري».

ستیفن دوجریچ روښانه کړه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا د افغانستان له خلکو او حکومت سره پر خپلې بستګۍ ټینګار کړی دی.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې خو ځايي چارواکي د چاودنې مسوولیت پر اسلامي دولت ترهګرې ډلې یا داعش اچوي. د چاودنې سیمه تر همدې کاله پورې د داعش تر کنترول لاندې وه.

(ms/ aa (AP)