1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د ماشوم مهاجرو د لا زیات حفاظت غوښتنه کړې

۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې سږ کال ۸۱ زره کسان د مدیترانې له لارې اروپا ته راغلي دي چې یو پر څلورمه برخه یي ماشومان دي. یوازې ۱۳ زره په یونان کې ثبت شوي چې ۲۱۰۰ یي بی سرپرسته او ډیري یي افغان او سوریایي ماشومان دي.

https://p.dw.com/p/3RF0i
Griechenland | Kinder und Polizisten im Flüchtlingscamp Idomeni
انځور: imago/Christian Mang

د «نا امیده سفرونو» په نامه د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د نوي رپوټ پر بنسټ په روان کال کې ۸۱ زره پناه غوښتونکي د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته راغلي دي. د دغو پناه غوښتونکو یو پر څلورمه برخه ماشومان دي.

د تیر کال په همدې موده کې دغه شمیر ۱۰۳ زره تنه وو. د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ (UNHCR) د اروپایي څانګې مشرې پاسکاله موریاو، وویل چې اروپا ته ډیري دغه نوي را رسیدلي ماشومان له خپلو مېندو پلرونو څخه جلا شوي او د دوی رنځ سرحد ته په رسیدو سره نه ختمیږي.

موریاو زیاته کړه چې په ټوله اروپا کې دغه ماشومان «په هغو لویو مرکزونو کې چې لږ نظارت يې کیږي، ساتل کیږي. هلته دوی نور هم د ناوړه استفادې، زور زیاتي او رواني فشار سره مخامخ کیږي او دا خطر هم زیاتیږي چې دوی یووار بیا بې ځایه او لادرکه شي.»

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیساري د اروپایي اتحادیي له غړو هیوادونو غوښتي دي چې دغه ماشومان دې اروپا ته د داخلیدو پر مهال نه نیسي. د دغه سازمان په خبره دوی ته دې روزل شوي سرپرستان او ټولنیز مرستندویان وګمارل شي او ترڅنګ یي باید ورته د زده کړې زمينه برابره شي.

د دغه رپوټ پر بنسټ سږ کال د تازه راغلو مهاجرو تر ټولو لوړ رقم په یونان کې ثبت شوی دی. نږدې ۱۳۰۰۰ ماشومان د سمندري سرحدونو له لارې دغه هیواد ته داخل شوي دي چې د هغوی له جملې څخه ۲۱۰۰ تنه یي قانوني سن ته نه رسیدلي بی سرپرسته ماشومان دي.

اکثره دغه ماشومان له سوریي او افغانستان څخه مهاجر شوي دي. نوموړي سازمان نيوکه کړې ده چې اکثره د دوی د سپټمبر میاشتې تر وروستیو پورې «اوس هم په نامناسبو سرپناو» کې ساتل شوي دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ ویلي دي چې په پام کې لري دغه ماشومان د مهاجرو د کمپونو پر ځای د سرپرستانو په کورونو کې وساتل شي.

په همدې منځ کې نوموړي سازمان د اروپایي اتحادیي له نورو غړو هیوادونو څخه هم غوښتي دي چې د دغو ماشومانو د اوسیدو له پاره دې مناسب ځای برابر او د دوی د کورنۍ د الحاق پروسه دې چټکه کړي.

KNA/sn/nz