1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملکه الیزابت پر آس باندي عام محضر ته راښکاره سوه

۱۳۹۹ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

د انګلستان ملکه دوهمه الیزابت د کرونا ویروس د شیوع او قرنطین څخه تر تقریبأ دوونیمو میاشتو وروسته بیرته عام محضر ته راښکاره سوه. تازه تصاویر ملکه الیزابت د ویندز د ماڼئ په چمن کي پر خپل محبوب آس باندي سپره ښکاره کوي.

https://p.dw.com/p/3d8Jv
Großbritannien Königin Elisabeth II.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Parsons

د بریتانیا ملکه الیزابت ترڅو میاشتو قرنطین وروسته بیرته عام محضر ته راښکاره سوه. هغه عکسونه ، چي ددې څخه د تیري یکشنبه په ورځ(د می میاشتي ۳۰ مه) خپاره سول، ښکاره کوي، چي دا د خپل ذوق یوه فعالیت پرمهال ده: یعني د ویندز د کلأ په چمن کي پرآس باندي سپره ښکاره کیږي.

په دې سره نو ظاهرأ داسي معلومیږي، چي بریتانویان باید ددغي ۹۴ کلني ملکې په مورد کي تشویش ونه کړي، کومه چي اوس تر ډیري مودې قرنطین وروسته په ازاده فضأ کي عامه محضر ته راښکاره سوې ده.

ملکه الیزابت په حیوان دوستي باندي ډیره مشهوره ده، خصوصآ د خپل آس او سپي سره ډیره مینه لري.

ملکې الیزابت د همدې عیسوي کال په مارچ میاشت کي د کرونا پانډمۍ تر شیوع وروسته د بېکینګهم قصر د خپل ۹۸ کلن میړه سره یوځای د ویندز کلأ ته د تلو په نیت پریښووئ. د رسنیو په حواله هغې د خپل ځان سره د آس ترڅنګ دوه خپل سپیان هم بیولي وه. دا معلومه خبره ده، چي دې هلته هم خپل مجلل او شاندره ژوند ته ادامه ورکړې او ډیر نوکران او خدمې یې د ځانه سره بیولي او قرنطین کړي .

ملکې الیزابت د خپل قرنطین پروخت هم په منظم ډول د صدراعظم بوریس جانسن سره تلیفوني او ویدیويي ارتباط درلود. هغې د ویندز په کلا کي د بریتانیا خلګو ته دوې ویناوي وکړې، چي یوه یې د ډاکترانو او نرسانو د روحې د تقویې پخاطر او بله یې د دوهم عمومي جنګ پرمهال پر نازي المان باندي د بریتانیا او متحدینو د کامیابۍ پخاطر وه.

د رسنیو په حواله د ملکې الیزابت اوسنی راظاهریدل به اتفاقي نه وي، ځکه چي دا نن (د جون میاشتي دوهمه) د خپلي تاج ایښولو ۶۷ مه کلیزه لمانځي.

زموږ له آرشيف څخه: