1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

ملایان به تر دې وروسته په آلمان کي روزل کیږي

۱۳۹۸ آبان ۳۰, پنجشنبه

پرملایانو باندي د خارجي نفوذ موضوع ډیره شخړه ایزه ده. له همدې کبله به اوس د جرمني د پروتستانتي کلیسا په حواله د ملا امامانو د روزنې له پاره يوه اتحاديه تاسيس سي. په پام کي ده چي یو «اسلامي کالج» به هم جوړيږي.

https://p.dw.com/p/3TRo4
Moschee Stuttgart Feuerbach Iman Gebet
انځور: picture-alliance/dpa/D. Laupold

دغه خبر د پروتستانتي کلیسا خبري آژانس (epd) ورکړی او ویلي یې دی چي دغه اتحادیه به همدا نن پنجشنبه (د نومبر میاشتي پر۲۱ مه نیټه) په اوسنابروک ښار کي تاسیس سي. د دغه ښار نویه اوسنابروک ورځپاڼې (NOZ) خبر ورکړی دی چي په دې منظور د یوه «اسلامي کالج» جوړيدل پلان سوي دي.

د پروتستانتي کلیسا یوې ویاندې خبري آژانس(epd) ته ویلي دي، چي دغه پلان د جرمني د کورنیو چارو د وزارت له خوا تایید سوی دی. په خبره یې د «اوسنابروک د پوهنتون اسلامي عالمان غواړي د مسجدونو او اسلامي ټولنو د اتحادیو سره یوځای داسي یوه اتحادیه تاسیس کړي، کومه چي به بیا په گډه سره د ملایانو او دیني پرسونل د تعلیم او تربیې پر یوه ماډل باندي کار وکړي.»

د آلمانۍ نویه اوسنابروک ورځپاڼي (NOZ) په حواله دغه گډه اتحادیه به د دولت له خوا تمویلیږي. په پلان کي ده، چي د جرمني د ۲۰۲۰ م کال په بودجه کي به چي راتلونکې اوونۍ به تصویب سي، د ملایانو د روزني او ښوني په خاطر ۴۰۰۰۰۰ یورو اختصاص سي.

د دې کار انگیزه داده چي د جرمني حکومت د ډیره وخته څخه پر ملایانو باندي د ډیر خارجي نفوذ له کبله تشویش لري. د جرمني د تقریبأ ۴،۵ ملیونو مسلمانانو له جملې څخه څه ناڅه درې ملیونه یې ترکي الاصله دي. د هغوی په مسجدونو کي اکثریت ملایان خپله په ترکیه کي تربیه او تمویلیږي او بیا جرمني ته رالیږل کیږي چې مسؤلیت یې بیا د ترکۍ اتحادیې (ډېبیت- DITIB ) پرغاړه دی.

Deutschland Zentralmoschee-Einweihung in Köln l Erdogan-Anhänger
۲۰۱۸ م کال: په کولن کي د یوه لوی مسجد تأسیسانځور: Reuters/T. Schmuelgen

خو د هغوی پر ژبني او کلتوري نابلدۍ او خنډونو سربیره ډیر ملایانو د جرمني د حکومت پر ځای د ترکیې حکومت ته د مکلفیت درلودلو احساس کوي. ځکه نو د جرمني حکومت له ډیره وخته راهيسې پر دې باندي فکر کوي، چي هغوی څنگه له دغه خارجي نفوذ څخه خلاص کړي.