1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

مغزي سکته څه ته وایی؟

۱۳۹۷ آبان ۱۰, پنجشنبه

مغزي سکته اکثره وخت داسي پايلي لري چي د انسان د بدن يوه برخه له کاره لويږي. خو آيا بدن مخکي له مخکي د خبرداري کوم زيگنال ورکوي؟

https://p.dw.com/p/37VOQ
Schlaganfall Symbolbild
انځور: Sebastian Kaulitzki - Fotolia.com

مغزي سکته کيداي سي هرچاته، په هر سن وسال، هر ځای او هر وخت کي پيښه سي. که څه هم د مغزي سکتې ځيني نښې مخکي له مخکي ليدل کيږي، لکه د لاس او پښې نيمه بې حسه کيدل، د ژبې بنديدل او د مخ د نيمايي برخي د عضلاتو فلج کيدل، خو بيا هم مغزي سکته کيداي سي دفعتاً او په ډير شدت سره پر يو چا حمله وکړي او د هغه په نښو هم سړی کله کله نه پوهيږي چي آيا واقعاً هم هغه، د مغزي سکتې سبب کيږي که نه؟

د هامبورگ د التونا له کلينيک څخه پروفيسر يوآخيم ريوتر په خبره، مغزي سکته دوه مختلف ډولونه لري. ۸۰ سلنه کسانو ته هغه وخت پيښيږي چي مغز ته يې سمه وينه ونه رسيږي. دا په دې معني چي په سر کي کوم رگ بنديږي او په نتيجه کي د مغز انساج سقوط کوي چي مغزي سکته ورته ويل کيږي.

خو د مغزو داخلي خونريزي بيا د يوه رگ د چاودلو له امله رامنځته کيږي. په دواړو حالتونو کي د انسان مغز ته تاوان رسيږي. د مغزي سکتې يو پر دريمه ناروغان له يوې ورځي څخه بلي ورځي ته په ناڅاپي ډول فلج او د نورو د لاس محتاج کيږي.

آلمان په دې هکله دقيقي څيړني کوي

يوازي په آلمان کي هرکال د۲۶۰ زره په شاوخوا کي انسانان له مغزي سکتې سره مخامخ کيږي. په صنعتي هيوادونو کي دا دريمه غټه ناروغي ده چي د مړيني سبب کيږي.

په نړۍ کي هم په مخ پر زياتيدونکي ډول انسانان له هغې سره مخامخ دي. په هند کي  يوازي د اتو کلونو په ترڅ کي د مغزي سکتې د ناروغانو شمير دوه برابره سوي دي.

دغه ناروغي چي زياتره وخت د شکرې، چاغوالي، سگرټ څکولو او روحي فشار په نتيجه کي رامنځته کيږي، اوس د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي عامه سوې ده. له همدې کبله بايد په دې برخه کي نړيوالي څيړني وسي.

يوآخيم وايي: «په آلمان کي په وروستيو لسو تر شلو کلونو پوري د مغزي سکتې په درملنه کي پرمختگ سوی دی. يعني دا چي په زياترو کلينيکونو کي د مغزي سکتې په اړه پلټني ډيري سوي دي.

کوچنيان هم ښايي مغزي سکته وکړي

نارينه په منځني اوسط سره د خپل عمر په ۷۰ کلنۍ او ښځي په ۷۵ کلنۍ کي له مغزي سکتې سره مخامخ کيداي سي. خو کوچنيان او نوي ځوانان هم د مغزي سکتې له گواښ سره مخامخ دي. په آلمان کي د اټکلونو له مخي هرکال ۳۰۰ کسان په اخته کيږي چي يو پر دريمه يې نوي زيږيدلي ماشومان دي. په کوچنيانو او نوو ځوانانو کي بيا ددغه مرض عواقب څومياشتي او حتي څو کلونه وروسته  ليدل کيږي.

يو کارپوه، د ناروغانو ملاتړ کوي

هره مغزي سکته په ژوند کي سخت بدلون راولي او د هغه درملنه هم سخته ده. په ډير سخت حالت کي کيداي سي ناروغ د ژوند تر پايه فلج پاته سي، خبري و نه کړي او د نورو د لاس محتاج سي. همدارنگه هغه کسان چي يوه عادي سکته هم وويني، بايد خپل غذايي پروگرام ته تغيير ورکړي، سپورت وکړي او د امکان په صورت کي ستريس راکم کړي.

اوس د آلمان په ځينو ځايونو کي په اصطلاح لارښوونکي يا کارپوهان سته چي د دغه ډول ناروغانو پالنه حتي په روغتون کي کوي او وروسته هم ادامه ورکوي. د مثال په ډول د هغوی دا ډول پوښتونو ته جوابونه ورکوي لکه، اوس به څه کيږي؟ څه بايد وکړم؟ ژوند څنگه پرمخ بوزم؟ او داسي نور.

ناروغان زياتره وخت په دې نه پوهيږي چي د خپلو مشکلاتو د حلولو له پاره، چاته مراجعه وکړي چي د يوه کارپوه په ډول ورته جواب ورکړي. له مغزي سکتې سره مخامخ ناروغانو پالنه او درملنه يوه مهمه او حياتي موضوع بلل کيږي.