1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"مظاهرې نه کوو، خو اعتراض لرو"

۱۳۹۰ اسفند ۴, پنجشنبه

د کندهار ولایت قومي او دیني مشرانو د یوې غونډې په ترڅ پریکړه وکړه چې د قرآن شریف د سوځولو پر وړاندې به مظاهرې و نه کړي خو په دې اړه به خپل اعتراضونو چارواکو ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/147xL
انځور: AP

د کندهار د ولایت علماو، قومي مشرانو او چارواکو د چهار شنبې په ورځ وویل چې په کابل کې د قرآن شریف سوځول د سولې له خبرو اترو سره تړاو لري. هغوی زیاته کړه چې دغه شان پیښې د یو شمیر کسانو له خوا په ډیرو حساسو وختونو کې رامنځ ته کیږي چې په افغانستان کې روان بهیرونه له ستونزو سره مخامخ کړي.

د کندهار ولایت مشرانو د چهار شنبې په ورځ د یوې غوندې په ترڅ کې وویل چې ځینې کسان غواړي چې د افغانانو له احساساتو څخه ناوړه گټه پورته کړي او له امریکا سره د دغه هیواد د ستراتیژیک سند د لاسلیکدو او د سولې د خبرو اترو په وړاندې ستونزې رامنځ ته کړي.

د کندهار ولایت مشرانو پر افغانانو غږ وکړ چې له خپلو مدني حقونو څخه گټه واخلي او د قرآن شریف د سوځولو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي خو دوې زیاتوي چې افغانان باید هیڅ چا ته اجازه ور نه کړي چې د دوی له پاکو احساساتو څخه خپلو موخو ته د رسیدلو له پاره استفاده وکړي.

د کندهار ولایت مشرانو په دې غونډه کې پریکړه وکړه چې مظاهره و نه کړي خو د قرآن شریف د سوځولو له کبله خپل اعتراضات چارواکو تو وروسوي. هغوی وویل چې ځکه نه غواړي په مظاهرو لاس پورې کړي چې کیدای شي دغه مظاهرې تاوتریخوالې پلو ولاړې شي او یو ځل بیا په دغه ولایت کې مرگ ژوبله رامنځ ته شي.

د کندهار ولایت مرستيال والي عبدالقديم پتيال، په غونډه کې وویل چې افغانان باید په داسې حساسو وختونو کې له احساساتو څخه کار وا نه خلي او د خپل د هیواد د راتلونکې په پام کې نیولو سره په مدني ډول په اعتراضاتو لاس پورې کړي. هغه وویل: «دغه غونډه په رښتيا سره زموږ او ستاسو د صبر استازیتوب کوي.»

د سه شنبې او چهار شنبې په ورځو د افغانستان به یو شمیر ولایتونو کې د بگرام په پوځي اډه کې د قرآن شریف د سوځولو په وړاندې د اعتراض په توگه مظاهرې وشوې. دغه مظاهرې د چهار شنبې په ورځ له تاوتریخوالې سره مل وي چې په پایه کې ئې لږ تر لږه اته کسان ووژل شول.

د قرآن شریف تر سوځیدو وروسته د ناټو ځواکونو د پیښې په اړه بخښنه غوښتې ده او ویلي ئې دي چې دا کار قصدې نه وو.

ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش