مطبوعات: په ستراتیژیک سند کې د افغانانو غوښتني مهمي دي
۱۳۹۰ اسفند ۱۳, شنبهله دغې ډلي د ویسا نا حکومتي ورځپاڼې له امریکا سره د افغان دولت د ستراتیژیک سند په اړه غوره شوی دریځ د افغان ولس دریځ بولي.
ویسا کاږي که چیرته امریکا په دغه هوکړه لیک کې د افغانستان شرطونه په پام کې و نه نیسي نو دا کار به د افغانانو له پاره هم د منلو وړ نه وي.
ویسا د افغان ولسمشرحامد کرزي، او د ناټو د عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن، تلیفوني اړیکي د خپلې شننې د پلمې په توګه را اخیستي دي او وایي چې د ناټو عمومي منشي هم له افغانستان څخه غوښتي چې ژر تر ژره له متحده ایالاتو سره دغه سند لاسلیک کړي.
د ویسا د شننې لیکوال وایي له امریکا سره د ستراتیژیک سند له پاره د افغان لوري وړاندي شوي شرطونه د افغانانو د سر او مال خونديتوب دئ.
په همدې حال کې د ملي آرمان ورځپاڼه بیا په خپله سرمقاله کې د ستراتیژیک سند د لاسلیک پر وړانډې د امریکایي ځواکونو شپني عملیات لوی خنډ بولي.
آرمان کاږي چې امریکا باید د افغان حکومت د غوښتنو پر وړاندي مسئولانه برخورد وکړي او د دغه مهم قرار داد د لاسلیک پر وړانډي پراته اوسني خنډونه باید ژر تر ژره هوار کړای شي.
سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپلو پاڼو کې افغان دولت ته د بګرام امریکايي زندان د سپارلو مسئله را سپړلې ده.
ورځپاڼه کاږي چې امریکا لا هم دغه زندان په خپله ولکه کې لري او دا د افغان حاکمیت بربنډ سپکاوی دئ.
د افغانستان په نامه یوې بلي حکومتي ورځپاڼې بیا پر افغان حکومت نیوکه کړي ده چې د سولې روانه پروسه کې ئې سم ګامونه نه دي اخیستي او که همداسي پرمخ لاړ شي نو د حکومت نقش په دغه برخه کې تر پوښتني لاندي دئ.
ورځپانه وړاندې کاږي چې متحده ایالات باید له وسله والو یاغیانو سره د خبرو په برخه کې افغان حکومت ته د مشرتوب رول ورکړي که نه نو افغانان به هیڅ کله هم یو له بل سره دوامدارې سولي ته چې پکښې د بهرنیانو منځګړتوب شوی وي غاړه کیښنږدي.
او ملي باور نا حکومتي ورځپاڼې بیا د افغانستان په چارو کې د سیمي د استخباراتي کړیو لاس وهني په اړه شننه خپره کړي ده .
ورځپاڼه لیکي ایران او پاکستان له ورایه د افغانستان په کورنیوچارو کې لاس وهنه کوي او د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک سند پر سر د هوکړې په ځنډ کې هم دغه لاس وهني له پامه نه شو غورځولای.
ملي باور لیکي چې د افغانستان د حکومت په دننه کې ډیر داسي عناصر شته چې پردیو ته وفادار دي او د هیواد ملي ګټو ته هیڅ راز ژمنتیا نه لري.
میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: سید ریاض