محمد مرسي ۷۵ پلويان د مرگ په سزا محکوم شوي
۱۳۹۷ مرداد ۸, دوشنبهد ۲۰۱۳م کال تر خونړيو مظاهرو وروسته د اخوان المسلمين ډلې پر کابو ۷۳۹ غړيو د اقامې دعوا شوې وه. پر دوی د ورانکاريو او قتل تورونه لگيدلي دي. اوس په قاهره کې د دغه ډلې ۷۵ غړي چې دوه مخکښه مشران یې هم پکښې شامل دي، د مرگ په سزا محکوم شوي دي. دا جزاوې د مصر د ستر مفتي له خوا هم بايد تائید شي چې انتظار یې کيږي.
د الاحرام په نوم حکومتي ورځپاڼې په خپله انترنټ پاڼه کې د دې جزاو په اړه رپوټ ورکړې خو په دولتي تلويزيون کې په دې اړه هيڅ نه دي ويل شوي. خو د قطر الجزيرې شبکې چې اخوان المسلمين ته نژدې بلل کيږي، دا خبر خپور کړی او د جزاو په اړه یې مفصلې ارزونې کړي دي. د الجزيزې شبکې د مصر د چارو کارپوه عبد الفتاح فايد، په دې اړه وايي:
«د محکمې دا پريکړې زيات سبموليک قوت لري. دا سياسي شخړه اوس تر محکمو رسیدلې چيرته چې سياسي گوندونه د څه ويلو اجازه نه لري. دلته قربانيان په مجرمانو بدليږي.»
په ۲۰۱۳م کال کې د مصر د اخوان المسلمين ډلې غړو د اوسني ولسمشر عبدالفتاح السيسي په مشرۍ د پوځ له خوا د اسلامپاله ولسمشر محمد مرسي د راپرځولو پر ضد مظاهرې ترسره کړې. د ۲۰۱۳م کال په اگست مياشت کې د مظاهره کوونکی يو کمپ د پوليسو له خوا په زور تخليه کړل شو چې په ترڅ کې د بشري حقونو د سازمانونو په حواله تر ۸۰۰ زيات انسانان ووژل شول.
پوليسو د دې خونړيو پېښو پړه پر اخوان المسلمين ور واچوله او وروسته یې د چاپو پر وخت وسله هم ورسره ونيوله.
اوس د دغه ډلې ۷۵ تنه غړي د مرگ په سزا محکوم شوي چې له دوی څخه یې ۳۱ د محکمې د پريکړې پر وخت حاضر نه وو. د نورو ۶۶۰ تنو په اړه پریکړه به د سبتمبر پر ۸ نیته وشي.
د اخوان المسلمين ډله په مصر کې منع شوې ده. له همدې امله پر دې پريکړو له دغه ځايه نيوکې هم نه اوريدل کيږي. د بشري حقونو فعال احمد العطار له «مکلمين ټي وي» سره په خبرو کې چې له ترکیې څخه خپرونې کوي او اخوان المسلمين ډلې ته نژدې بلل کيږي، د دې پريکړو په اړه وويل: «هغه وخت د تخليې دغه عمليات يوه ټولوژنه وه. او نننۍ پریکړه د اخوان المسلمين ډلې د پلويانو يوه بله ټولوژنه ده.»
د عطار په حواله څرگند شواهد په لاس کې نشته له همدې امله نورې پريکړې تر سبتنبر میاشتې ځنډول شوي دي.