مصر: د پاڅون د کلیزې د لمانځنې له تاوتریخوالي ډک پیل
۱۳۹۱ بهمن ۶, جمعه
تمه کیږي چې د جمعې په ورځ ناوخته به د مصر د ولسمشر محمد مرسي، او د هغه د ګوند اخوان المسلمین، مخالفین د تحریر په میدان کې سره راټول شي. هغوی له دې کار سره له همدې ځایه د پیل شوي پاڅون یادون کوي چې دوه کاله مخکې یې د حسن مبارک رژیم نسکور کړ. دغه کسان ادعا کوي چې د هغه پاڅون اهداف د مرسي او ګوند له خوا یې تر پښو لاندې شوي دي.
د ورځې په پیل کې د تحریر میدان آرامه ښکاریده. خو وروسته بیا د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتې پیل شوې. مظاهره کوونکو غوښتل چې د تحریر میدان ته نزدې یوې دولتي ودانۍ ته ولاړ شي او پر پولیسو باندې یې د پترولو بمونه غورځول.
پولیسو هم د هغوی ځواب د اوښکې بهوونکي ګاز په کاروولو سره ورکاوه. د مصر د روغتیا وزارت ویلي دي چې په دغو نښتو کې ۱۶ کسان ژول شوي دي.
د مصر تر پاڅون وروسته په لیبیا او سوریې کې خلک د خپلو رژیمونو پر وړاندې راوپاڅیدل. دغه پاڅونونه په لیبیا کې د قذافي د رژیم د راپرځیدو لامل شول خو په سوریه کې بیا ولسي پاڅون په یوې کورنۍ جګړې بدل شوی چې د ملګرو ملتونو په خبره تر اوسه په کې تر ۶۰۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوی دی.
په مصر کې د حسن مبارک د حکومت تر راپرځیدو وروسته، ټاکنې وشوې چې په پایله کې یې د اخوان المسلمین ګوند ګټونکی شو. د مصر د پاڅون د کلیزې لمانځنه ښيي چې اوس هم په دې هیواد کې د اسلامپاله اخوان المسلمین ګوند او د هغه د مخالفینو تر منځ واټن ډیر زیات دی.
د تحریر په میدان کې خلکو له ځان سره د حکومت ضد شعارونه لیږدول. د بیلګې په توګه پر یوه شعار کې راغلي وو: «خلک غواړي رژیم رانسکور کړي.»
تر دې مخکې د مصر ولسمشر محمد مرسي، د پنجشنبې په ورځ له خپلو خلکو څخه غوښتې وو چې د پاڅون کلیزه په «مدني او سوله ییزه» توګه ولمانځي.