مشهور همجنسبازه ستوري په انځورونو کي
د آلمان پارلمان هغه قانون تصويب کړ چي همجنسبازانو ته د رسمي واده حق ورکوي. دا چي کوم مشهور سندرغاړي، ايکټران او هندرمندان تر مخه لا د خپلو همجنسانو سره جوړه دي، په دغه انځوريز راپور کي يې وګورئ:
سر ايلتون جان او ډېويډ فرنيش
دغه انځور مشهور سندرغاړی او موسيقي ږغوونکی سراېلتون جان (په عينکو کي) او د هغه اوږدمهال همجنس مېړه ډيويډ فرنيش ښيي. دغه انځور په ۲۰۰۵ کال هغه وخت اخيستل سوی کله چي دوی د بريتانيې په وينسور کي د هم جنسبازه رسمي جوړې په توګه ځان ثبت کړ. هغوی په ۲۰۱۴ کال بيا واده سره وکړ، کله چي به بريتانيا کي د همجنسبازانو د واده اړونده قانون جوړ سو. اېلتون جان ته د ملکې له خوا د سر لقب ورکول سوی دی.
جوډي فوسټر او اليکساندرا هېډيسن
جوډي فوسټر د هاليوود مشهوره ايکټره (انځور ښه لاس) ده چي د اوسکار جايزه يې هم ګټلې. هغې د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۱ کالونو تر منځ دوه زامن وزېږول چي پلار يې سيډني بېرنارد ؤ. د هغه وروسته چي فوسټر له بېرنارد څخه جلا سوه نو په ۲۰۱۳ کال رابرسېره سوه چي فوسټر د اليکساندرا هېډيسن په نوم عکاسي او ښځينه ايکټري سره د همجنسبازۍ ژوند پېل کړی.
ريکي مارتين او خوان جوزېف
د لاتيني امريکا مشهور سندرغاړی ريکي مارتين (انځور کيڼ اړخ) تر ۲۰۱۰ کال پوري له خپلو مينه والو دا خبره پټه کړې وه چي هغه همجنسباز دی. خو وروسته هغه خپل کوردي او سوريايي الاصله مېړه خوان جوزېف خلکو ته معرفي کړ. ريکي مارتين غواړي چي د خپل مېړه سره په رسمي توګه يو لوی واده په نژدې راتلونکي کي تجليل کړي.
اېلې دې جينريس او پورتيا دې روسي
ايلې دې جينريس (انځور ښه لاس) يوه مشهوره امريکايي ښځينه کاميدي جوړونکې او د تلويزيوني پروګرامونو کوربه ده. هغې په ۱۹۹۷ کال خپل کمينګ آوټ (د خپلې همجنسبازۍ ښکاره اعلان) وکړ. هغې په ۲۰۰۸ کال د آستراليايي ښځينه ايکټري پورتيا دي روسي سره واده وکړ چي مخکي هم زيات کلونه ورسره يوځای وه.
نايل پېټريک هاريس او ډېويډ برټکا
نايل پېټريک (انځور ښه لاس) هغه مشهور د هاليوډ ايکټر دی چي د خپل مېړه ډېوډي برټکا سره يې خپل کوزدن پنځه کاله پټ ساتلی ؤ. خو کله چي په ۲۰۱۱ کال په نيويارک کي د همجنسبازانو ودونه قانوني سول، نو هغه خپل راز افشا کړ.
لاورن مورېلي او ساميرا ويلې
د «اورنج اېز دي نيو بلېک» په نوم مشهور تلويزيوني پروګرام پر مخ بيونکې لاورن مورېلي (انځور کيڼ اړخ) د روان کال په مارچ مياشته کي د تلويزيوني پروګرامونو له پاره ليکونکي ساميرا ويلې سره واده وکړ.
مايکل کورس او لانس لېپېر
د فيشن د نړۍ مشهور ډيزاين جوړونکی مايکل کورس (انځور کيڼ لاس) په ۲۰۱۱ کال د خپل همکار او هم مسلک لانس لېپېر سره په نيويارک کي واده وکړ. دا د هغه وروسته چي په نيويارک کي د همجنسبازانو د واده کولو قانون جوړ سو.
سينتيا نيکسن او کيرستين ميرينوني
د مشهور امريکايي سريال «سېکس اېنډ دي سيټي» ايکټره سينتيا نيکسن (انځور ښه اړخ) په ۲۰۰۹ کال د خپلي ښځينه ملګري کريستين ميرينوني سره خپل کوزدن اعلان کړ. هغوی به ۲۰۱۲ کال په نيويارک کي رسمي د همجنسبازو ښځو د جوړې په توګه واده وکړ.
لېنس باس او مايکل ترچين
د هلکانو د مشهور موسيقي ګروپ «اېن ساينک» سندرغاړي لانس باس (انځور ښه اړخ) د خپل ميړه مايکل ترچين سره په ۲۰۱۵ کال د يو امريکايي تلويزيون په يوه ځانګړې خپرونه کي واده وکړ.
انه ويل او ميريام مېکل
د آلماني تلويزيوني د خبرو اترو د مشهور پروګرام کوربه انه ويل (انځور کيڼ لاس) په ۲۰۰۷ کال له منلي ول چي د ليکوالې ميريام مېکل سره د همجنسبازۍ ژوند کوي. هغوی د ۲۰۱۶ کال د اګست په مياشت د همجنسبازۍ خپله جوړه په رسمي توګه په آلمان کي ثبت کړه.