1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو کې د حکومت تر زرو ډیر مخالف مظاهره کونکي نیول شوي

۱۳۹۸ مرداد ۶, یکشنبه

د روسیي پولیسو په مسکو کې د اپوزیسیون تر زرو ډیر مظاهره کونکي نیولي دي. په دغو مظاهرو کې یو شمیر د حکومت مخالفو سیاستوالو هم ګډون کړی وو.

https://p.dw.com/p/3Mqhw
Moskau Demonstration für unabhängige Kandidaten
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/V. Sharifulin

د آلمان خبري آژآنس د رپوټ پر بنسټ د روسیي پولیسو په مسکو کې د اپوزیسیون د اعتراض کونکو پر یوې لویې مظاهرې د برید په پایله کې تر زرو ډیر مظاهره کونکي نیولي دي.

د مسئولو چارواکو په وینا د شنبې ورځې په مظاهرو کې شاوخوا ۳۵۰۰ کسانو ګډون کړی وو. د پولیسو مامورينو په دغو «غیرقانوني مظاهرو» کې په لومړي سر کې د ۲۵۹ تنو او وروسته بیا د ۶۰۰ تنو د نیولو اعلان کړی وو. د مرکزي اروپا په وخت د شپې په نهو بجو د روسیي پولیسو د ۱۰۷۴ تنو د نیولو خبر ورکړ.

د شنبې ورځې اعتراضي مظاهرې د مسکو په محلي ټاکنو کې د اپوزیسیون د نوماندانو د ګډون صلاحیت د ردیدو په دلیل په لاره اچول شوې وې.

مخکې تر دې پولیسو د دغو مظاهرو د په لاره اچونکو څو تنه مشهورې څیرې نیولې وې. مخالفين په مظاهرو کې د ګډون کولو له پاره د مسکو ښاروالۍ مخې ته راټول شوي وو. ټاکل شوې وه چې دغه راټولیدنه د مسکو د ښاروالۍ په اصلي تالار کې ترسره شي، خو پولیسو یې مخه ونيوله. د اپوزیسیون د څو تنو مشرانو د نیول کیدو په غبرګون کې اعتراض کونکو د ښاروالۍ د ودانۍ د شاوخوا په سړکونو کې مظاهرې وکړې.

امنیتي ځواکونه ادعا کوي «ډیري مظاهره کونکي له اطرافي سیمو» څخه په دغو اعتراضي مظاهرو کې د ګډون له پاره مسکو ته راغلي ول.

د آزادو ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه

د اعتراض کونکو غوښتنه د مسکو په سیمه ایزو ټاکنو کې د دوی د مستقلو استازو ګډون کول وو. ټاکل شوې ده چې دغه ټاکنې د سپټمبر میاشتې په ۸ نیټه ترسره شي.

د روسيې د حکومت یو شمیر مشهور مخالف سیاستوال لکه ایلیا یاشین، چې په ټاکنو کې د کاندیدېدو له پاره ورته د نوم ثبتولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د مسکو د ټاکنو د شورا له خوا د نوماندۍ د صلاحیت ردیدو دلیل «د ټاکنو له پاره د لازم حد اقل ملاتړ» نه لرل ښودل شوي دي. مخالفان د ټاکنو د ترسره کولو کمیسیون د اسنادو په جعل کولو تورنوي. اعتراض کونکو د شنبې ورځې په مظاهرو کې د «دا زموږ ښار دی او موږ د آزادو ټاکنو د ترسره کیدو غوښتونکي یو.» شعارونه ورکول.

مخکې تر دې امنیتي ځواکونو د اپوزیسیون د څو تنو مشرانو د هغو له جملې څخه د الکسې ناوالني د ټاکنیزو مبارزو دفترونه پلټلي ول. د کرملین منتقد الکسی نوالني، د چهارشنبې په ورځ (د جولای میاشتې۲۵) په غیر قانوني مظاهرو کې د ګډون په تور په ۳۰ ورځني بند محکوم شو.

دغه مظاهرې چې د فیسبوک ټولیزې شبکې له لارې ورته خلک ور بلل شوي ول، په دې وروستیو کلونو کې په مسکو کې د اپوزیسیون تر ټولو لویې مظاهرې وې. حکومتي چارواکو د دغو اعتراضي مظاهرو د ترسره کولو اجازه نه وه ورکړې.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ ن.ص