1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عالم: «مسلمانان او یهودان باید یو له بل سره لاسونه ورکړي«

۱۳۹۸ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

فاتح انال د مسلمانانو او یهودانو ترمنځ د لا ډیري همدردۍ او اعتماد رامنځته کیدو خبره کړې ده. هغه ویلي دي «خصوصأ اوس ددې وخت رارسیدلی، چي له یهودو سره ضديت او اسلام دښمني خپل اوج ته رسیدلې ده«.

https://p.dw.com/p/3NQ1D
Bezirk Neukölln Flashmob gegen antisemitische Hetze Berlin Menschenkette Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/Wolfgang Kumm

مسلمان عالم،فاتح انال دغه خبره المانۍ ورځپاڼي«ویلټ ام زونتگ» ته کړې ده او زياته کړې يې ده: «شاید دا هم کومک وکړي چي که ښکاره سي، چي داسي مسلمانان هم سته چي په څرگند ډول سره د یهودیت ضد مفکورې پر ضد موقف نیسي.«

فاتح انال اصلأ د«شالوم علیکم» د پروژې په باب خپل دغه اظهارات کړي دي. د «یهودي- اسلامي ډیالوگ» په نامه دغه پروژه د یهودانو مرکزي شورأ د جولای مياشتي په سر کي د یهودو او مسلمانو ځوانو کارفرمایانو او مؤسسینو ترمنځ د تجاربو د تبادلې په خاطر په برلین کي شروع کړې وه.

انال همدارنگه وویل، چي په مسلمانانو او اسلامي ټولنو کي «بې له شکه د یهودانو ضد مفکورې سره علاقمندي موجوده ده، چي دا ډیره ستونزمنه خبره ده. دین او مذهب هغه وخت مشکل رامنځته کوي چي خلگ هغه یوه وسیله وگرځوي، نفرت او تشدد ته مذهبي جنبه ورکړي.«

Kindergarten in Neve Schalom
انځور: Neve Shalom

کارفرما، بوریس موش کویچ چي هم یې په «شالوم علیکم» پروژه کي برخه اخیستې وه، وویل، چي د یهودو په ټولنو کي هم د «اسلام د مخ پرډیریدونکي حضور څخه ډیره بیره موجوده» ده. د بیري دلیل دادی چي «د اسلام په اړه د ترهگرۍ د ملاتړ او بشري حقوقو ترپښو لاندي کوونکي په حیث تصویر رامنځته کیږي.«

خو ددې برعکس بیا د یهودو په ټولنو کي یو لوی اکثریت سته چي د دواړو ادیانو تر منځ د خبرو اترو او منځگړیتوب کوښښ کوي، ځکه چي په جرمني کي هم یهودان او هم مسلمانان د یوه اقلیت په توگه گډ مسئولیت او رول لري. ددغه یهودي په خبره د مسلمانانو په مقابل کي باید تعصب هم خاتمه پیدا کړي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(28.04.2018 )