سراج الاخبار د امير حبيب الله خان په واکمنۍ کي تقريبا اوه نيم کاله چاپ سو، خو د افغانستان تر استقلال وروسته يې د چاپ چارې ودرول سوې. تقريبا سل کاله وروسته اوس د دغه اخبار پښتو ژباړه بشپړه سوې او د لومړي کال ژباړه يې د يو کتاب په شکل کي بازار ته راوتلې ده. ډاکټر داود جنبش د ورځپاڼي د ټولو ګڼو په لټولو، ورباندي تحقيق کولو او بيا ژباړلو ۱۵ کاله کار کړی دی. ورسره د احمدولي اڅکزي مرکه دلته اورېدلای سئ: