عربي امارات مریخ ته سپوږکمۍ ليږدوي
۱۳۹۹ تیر ۱۸, چهارشنبهمتحده عربي امارات نيت لري چې د مريخ مدار ته يوه فضايي بیړۍ چې څوک پکې سپاره نه وي، وليږدوي. لکه څرنګه چې روان کال مريخ ته د چين د تاينوان – ۱ په نامه او د امريکا د مريخ ۲۰۲۰په نامه ماموریتونه هم پلان شوي نو د عربي اماراتو فضايي بيړۍ به د جولای او اګست میاشتو منځ موده کې وليږدوله شي او د ۲۰۲۱ م کال په فیبرورۍ میاشت کې به د مريخ په مدار کې خپل فعاليت پيل کړي.
ماموريت ته څه نوم ورکړل شوی؟
د دې تحقیقاقي بیړۍ نوم «ال امل» يا هيله دی او موخه یې هم د نوم څخه ظاهریږي. خو د اماراتو مرستيال ولسمشر او لومړي وزير او دوبۍ د امارت مشر شيخ محمد بن راشد ويلي دي چې حکومت تر «زرونو وړاندیزونو وروسته[.....] په ميليونو عربي ځوانانو ته د خوشبينۍ پيغام واستاوه.»
نوموړي وویل: »عربي تمدن يو وخت د انسانانو د پوهې په اضافه کولو کې ستر نقش لرلی دی او يو وار به بيا هم دغه نقش ولوبوي.»
د عربي اماراتو لومړی ماموريت
ال امل د متحده عربي اماراتو لومړی فضايي ماموريت دی چې يوې بلې سيارې ته یې ليږدوي. د دې ماموريت موخه نړيوالې علمي ټولنې ته تازه معلومات ورکول دي. دا تحقیقاتي بیړۍ به د مريخ په مدار کې مزل وکړي او معلومات به راټول کړي.
د دې ماموريت د استولو اعلان په ۲۰۱۴م کال کې شوی وو. يعني د ۲۰۱۳م کال تر يوې څېړنې وروسته چې د دغه ماموريت امکانات پکې سنجول شوي ول.
د امارات فضايي سيکتور نوی او ډېر کوچنی دی، خو په لنډه موده کې یې ريکارد پرمختګ کړی دی او له کابو يوې لسیزې راهيسې د ځمکې د مشاهده کولو په برخه کې فعاليت کوي.
په ۲۰۰۶م کال کې د محمد بن راشد فضايي سنتر په نوم د هېواد فضايي آژانس د جنوبي کوريا سره په دې برخه کې د معلومات تبادله پيل کړې وه. د دغه همکارۍ په نتيجه کې د DubaiSat-1 او DubaiSat-2 په شمول د ځمکې د څار سپوږمکۍ توليد شوې وې چې دغه په ترتيب په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳م کلونو کې فضا ته ليږدول شوې وې. د دې په تعقيب په ۲۰۱۷م کال کې د Nayif-1 په نوم يو ستيلايت هم استول شوی وو.
د عربي اماراتو فضايي آژانس د فضانوردانو يو پروګرام هم لري. هزاع المنصوري لومړی اماراتي فضانورد دی چې په ۲۰۱۹م کال کې د آي اس اس فضايي مرکز ته تللی وو.
مريخ ته د دې سپوږمکۍ ليږد د جولای ۱۴ نيټې ته پلان شوی دی خو کيدای شي د موسمي حالاتو او تخنيکي مسئلو له کبله د اګست تر نيمايي وځنډيږي.
سپوږمکۍ به له کوم ځای څخه ليږدول کيږي؟
د ال امل سپوږمکۍ به د جاپان د تانګشيما فضايي مرکز څخه وليږدوله شي. په ۲۰۱۸م کال کې د «خليفه سات» په نوم سپوږمکۍ هم له دې ځايه ليږدول شوې وه. عربي اماراتو خپل فضايي ماموريتونه د قزاقستان، روسیې او هند څخه هم استولي دي.
د جاپان يو «ايچ – آی آی ای» راکټ به دغه سپوږمکۍ فضا ته وليږدوي. د پلان له مخې به ال امل د ۲۰۲۱م کال په فيبرورۍ میاشت کې د مریخ مدار ته داخله شي چې دا د عربي اماراتو د تاسيس د پنځوسمې کلیزې د جشن سره برابريږي.
د ماموريت هدفونه
ال امل درې ساينسي موخې لري خو اصلي هدف یې د مریخ د فضا لومړی بشپړ انځور وړاندې کول دي. او تر ارزونو وروسته به دغه معلومات د څيړنو نړيوالو ټولنو په اختیار کې ورکړل شي. معلومات به د مريخ په کال د بشپړ کال له پاره جمع کړل شي.
بله مهمه موخه نړيوالو ساينس پوهانو ته د مريخ د دننه څخه د نويو او مفيدو معلوماتو د توضيع کولو ده او په دې اړه د نورو معلوماتو راټول چې ولې مریخ د انسانانو د استوګنې جوګه نه دی.
د بريا چانسونه
فضا ته تګ او په اړه یې څېړنې هیڅکله هم آسانه نه وې. ډېر مشکلات رامنځته کيدلای شي. خو عربي اماراتو له جاپان څخه د خليفه سات په بريالي توګه ليږدولی وو او دا هم ورته فضايي راکټ دی نو دا يو ښه پيل دی.
د ځمکې د څار ستېلایت یې هم ښه کار ورکړ نو له همدې کبله ښه چانس شته چې ال امل به په راتلونکې فيبرورۍ میاشت کې په برياليتوب سره د مريخ مدار ته داخل شي.
امارات پلان لري چې په ۲۱۱۷م کال کې پر مريخ «د انسانانو د اوسيدو لومړۍ مینې» جوړې کړي. په دې پلان کې د مریخ ساينسي ښار چې په هغه کې به لابراتوارونه وي چې د دې سيارې او همدا راز پر ځمکه او هلته په مريخ کې د خوراک او انرژۍ د ستونزو په اړه څيړنې وکړي.