1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرستندوی سازمان: په آرام سمندر کې ۴۴ مهاجر ډوب شوي دي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

د یوه مرستندوی سازمان د معلوماتو پر اساس، د لويديځې افریقا صحرا ساحل ته په نژدې اوبو کې ۴۴ مهاجر ډوب شوي دي. تر اوسه يوازې ۷ جسدونه راکښل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4B29q
Europa Symbolbild Flüchtlingsboot auf dem Mittelmeer
انځور: picture-alliance/Photoshot/M. Lolos

د «کامینادو فرونتراس» په نوم مرستندوی سازمان، د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۴۴ مهاجر هغه وخت د آرام سمندر په اوبو کې ډوب شول چې حامل کښتۍ یې واوښته.

مراکشي چارواکو ۱۲ کسان چې له دغې پيښې څخه ېې ځانونه ژوندي وښکلي، نیولي دي.

مراکش د لويديځې صحرا لویه برخه کنټرولوي. هر کال په زرونو مهاجر هڅه کوي تر څو د لويديځې صحرا له سیمې څخه ځانونه د هسپانیا قناري ټاپوګانو او بیا له هغه ځای په اروپا کې د خپلې خوښې ځای ته ورسوي.

د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، د تیر میلادي کال په جریان کې تر ۴۰ زرو ډير کسان د سمندر له لارې دغه هیواد ته داخل شوي دي.

کامینادو فرونتراس سازمان د رپوټ له مخې، تیر کال ۴۴۰۴ تنه مهاجر اسپانیا ته د رسیدو په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا لادرکه شوي دي.

مراکشي چارواکي وايي چې دوی تیرکال له سرحدي بندرونو څخه د څه باندې ۶۳ زره او ۱۲۰ مهاجرو د اوښتو مخنیوی کړی دی. د روان میلادی کال په لومړیو درو مياشتو کې دغه شمیر تر ۱۴ زرو اوښتی دی.

له مراکش څخه قناري ټاپوګانو ته تر ټولو لنډه سمندري لار سل کیلومتره فاصله لري. د اوبو د قوي جریان له کبله، پر دغې لارې تیریدل ډير خطرناک دي. ډېر مهاجر بیا له غربي صحرا څخه د پام وړ پر لرو لارو سفرونه کوي لکه موريتانيا، سینګال او نورې سمندرې لارې.

په ژنیف کې د ملګرو ملتونو سازمان لس ورځې مخکې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۱م کال کې په سمندر کې ۳۰۷۷ مهاجر چې غوښتل يې اروپا ته ځان ورسوي مړه یا لادرکه شوي ول، چې دغه شمیر په ۲۰۲۰م کال کې ۱۵۴۴ وو.

(AFP)mks/nz