1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

مذهبي آزادي: امریکا پاکستان په خپل تور ليست کې شامل کړ

۱۳۹۷ آذر ۲۱, چهارشنبه

امریکا د سه شنبې په ورځ پاکستان د هغو هیوادونو په تور لېست کې اضافه کړ، چې مذهبي آزادۍ پکښې نقضیږي. پاکستان د متحده ایالاتو دغه پریکړه غندلې ده.

https://p.dw.com/p/39vFy
Pakistan APMA Solidaritätsmarsch
انځور: APMA

پاکستان د امریکا متحده ایالاتو دا پریکړه غندلې ده چې د هغو هیوادونو په نوملړ کې یي شامل کړی دی چې له مذهبي آزادیو څخه سرغړونه پکښې کیږي. پاکستان ویلي دي چې دغه پریکړه «یوه اړخیزه ده او سیاسي انګیزه» لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پاکستان د دغه هیواد «په ځانگړې توگه د اندیښنې وړ هیوادونو» تر نامه لاندې هغه ليست کې شامل کړی چې د خپلې عقیدې سره سم عبادت کوونکو د ساتنې په هکله پکښې اندیښنه شته. تر دې دمخه پاکستان په ځانګړي ليست کې قرار درلود. په دغه ليست کې شاملیدل احتمالاً پاکستان له بندیزونو سره هم مخامخ کولی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو دغه اقدام غندلی دی او ویلي يي دي چې پاکستان «څو مذهبي او آزاده ټولنه ده چې د مختلفو عقیدو او فرقو خلک په ګډه ژوند سره کوي.»

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په وروستیو کلونو کې افراطي اسلامپالو د شیعه مسلمانانو او عیسویانو په گډون پر مذهبي لږکیو باندي څو وارې بریدونه کړي دي.

متحده ایالاتو ویلي دي چې په دغه ليست کې د پاکستان وراضافه کول زیاتره د هغه یوه قانون پایله ده چې اسلام ته د سپکاوي له پاره د مرګ سزا وړاندیز کوي. په دې تړاو یوازې اوازه کیدای شي په پاکستان کې د خپلسرو وژنو سبب شي. ځيني کارپوهان په دې آند دي چې له دغه قانونه ناوړه استفاده هم کیږي.

په اکتوبر میاشت کې د پاکستان سترې محکمې یوه عیسوۍ میرمن آسیه بي بي، چې مذهب ته د سپکاوي په تور یوې ایالتي محکمې د مرګ په سزا محکومه کړې وه تر اته کلن بند وروسته یي دغه سزا لغوه کړه.

له زندانه د آسیه بي بي، د آزادیدو په غبرګون کې سخت دریځه مذهبي ډلو د تاوتریخوالي ډک احتجاجونه وکړل او د نوموړې میرمن د وژلو هوډ یي څرګند کړ. دغه میرمن تر آزادیدو وروسته په یوه نامعلوم ځای کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیږي او اټکل کیږي چې په کوم بهرني هیواد کې به د پناه غوښتنه وکړي.

د خادم حسین رضوي په نوم د یوې ډلې مشر چې د دغو احتجاجونو تر شا یي لاس درلود د پاکستان حکومت په نومبر میاشت کې ونیو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بشري حقونو یو خپلواک کمیسیون د لږکیو له حقوقو څخه د سرغړونې موضوعاتو ته رسیدګي کوي او په خبره یې متواتر حکومتونه په دغه مسلمان اکثریتي هیواد کې د لږکیو حفاظت په خپلو لومړیتوبونو کې لري.

د پاکستانه د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې «پاکستان د کوم بل هیواد مشورې ته ضرورت نه لري، چې څرنګه د خپلو لږکیو حقوق خوندي کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ترمپ اداره له پاکستان سره ترینګلي اړیکي لري. د ترمپ اداره وایي چې پاکستان په دې کې پاته راغلی دی چې د طالبانو او نورو افراطي ډلو پر وړاندي عمل وکړي چې په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو بریدونه کوي. خو پاکستان دغه تورونه ردوي.