«راستون شوی افغان مهاجر په آلمان کې د پاتې کیدو ښه چانس لري»
۱۳۹۷ مرداد ۲۳, سهشنبهنصيب الله ص/س. هغه افغان مهاجر دی چې په تيروتنه له ۶۹ نورو مهاجرو سره یوځای د روان کال په جولای میاشت کې د مونشن ښار څخه د افغانستان کابل ښار ته اخراج شوی وو. د نصيب الله د پناه غوښتنه د ۲۰۱۷م کال په اپريل مياشت کې رد شوې وه خو هغه په دې اړه له محکمې څخه د بيا کتنې غوښتونکی شوی وو. نصیب الله د ګرايفسوالد ښار محکمې له خوا خپلې د پناه غوښتنې ځواب ته د انتظار په حال کې وو چې اخراج شو. د قانون له مخې هغه کسان چې د خپلې پناه غوښتنې ځواب يا په دې اړه د محکمې پريکړې ته په انتظار وي، نبايد اخراج کړل شي.
د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي ادارې بیا وروسته اعتراف وکړ چې د دغه افغان پناه غوښتونکي تر اخراجیدو وروسته دا روښانه شوه چې هغه په تيروتنې اخراج شوی دی. نصيب الله د برلين تګل هوايي ډګر ته تر رسيدلو وروسته د آلمان شمال راډيو ته وويل: «خوښ يم چې بيا آلمان ته راغلی یم. هیله مند يم چې وشم کړم دلته پاتې شم او له تاسو څخه د ښه ملاتړ له پاره مننه کوم.»
د هغه مدافع وکيلې د دويچه ويله همکارې رسنۍ «مهاجر نيوز» ته ويلی دي چې هغه اوس د ګرايفسوالد ښار په محکمه کې د نصيب الله د پناه غوښتنې دوسيې په تړاو د دعوا اقامې له پاره د چمتوالي په حال کې ده. ميرمن سونيا شتيفن زیاته کړه چې په آلمان کې يې د مؤکل د پاتې کيدو چانس ډير دی. نوموړې په دې اړه وويل: «موږ اوس د قضايي چارو د بهير په جريان کې يو او د ادارې محکمې له پاره چې په سپتمبر مياشت کې دايريږي، چمتوالی نيسو.»
د نصيب الله ص/س. مدافع وکيله که څه هم ټينګار کوي چې د دغې قضيې په اړه ورستۍ پريکړه د محکمې کار دی، خو هیله يې څرګنده ګړه چې وشي کړای دغه قضيه وګټي. دا په داسې حال کې ده چې د بايرن ايالت د مهاجرت شورا ويلي دي چې په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اګست ۱۴مه) يوه بله ډله رد شوي افغان مهاجر د مونشن له ښاره کابل ته اخراج کړل شي.
که څه هم تر اوسه په دې اړه ډير جزئيات نه دي خپاره شوي خو د دغې شورا د خبري اعلامیې له مخې، په دغو مهاجرو کې ځينې داسې کسان هم شته چې په ښوونځيو کې شامل او يا هم د خپلو روزنيزو دورو د تيرولو په حال کې دي.
د آرشیف څخه يو انځوريز البوم: