محکمې د مهسا برمته کوونکي په ۳۰ کلونو بند محکوم کړل
۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبهشپږ کلنه مهسا د روان کال په مارچ میاشت کې د کابل له یوه واټ څخه برمته او بیا تر هغه وروسته وژل شوې وه چې والدین یې ونه توانیدل د برمته کوونکو له خوا غوښتل شوي ۳۰۰ زره ډالر برابر کړي.
تر دې پیښې وروسته، پولیس د برمته کوونکو په نیولو بريالي شول او یوه ویدیو یې خپره کړه چې په کې دوه تنکي ځوانان د مهسا په برمته کولو او بیا وژلو باندې اقرار کوي.
برمته کوونکو ویلي وو چې مهسا یې تر نیولو وروسته په موټرسایکل یوه کور ته بیولې وه او کله چې والدین د ۳۰۰ زره ډالرو په ورکړې و نه توانیدل نو هغه یې ووژله.
د تورنو کسانو د محکمې جریان په افغانستان کې په ژوندۍ بڼه د تلویزیونو له خوا خپریده چې په ترڅ کې دواړه تورن کسان په ۳۰ کاله زندان محکوم شول. که څه هم د محکوم شویو کسانو عمر و نه ښوول شو خو قاضي روښانه کړه چې دواړو تر ۱۸ کلونو کم عمر لري.
د مهسا پلار بیا وایي چې دغه سزا کافي نه ده. هغه تر پریکړې وروسته وویل: «زه د هغوی له پاره تر ټولو سخته سزا غواړم. هغوی باید اعدام شي. هغوی باید هغه څه احساس کړي چې موږ یې احساسوو.»
خو د قاضي د استدلال له مخې، له دې کبله چې دواړه تورن له ۱۸ کلونو کم عمر لري، نو باید اعدام نه شي. اوس نو متهم کسان د استیناف غوښتنه کولی شي.
(ms/ns (afp