متحده عربي اماراتو ته د کام اير هوايي شرکت بنديز رفع شو
۱۳۹۹ مرداد ۱۷, جمعهد افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې متحده عربي اماراتو د کام اير هوايي شرکت له تور ليست څخه و ايست.
متحده عربي اماراتو ته د دغه شرکت پرازونه له ۲۰۱۴م کال راهيسې منع شوی وو. د معياري پروازونو مصونيت د نه لرلو له کبله په تور ليست کي شامل شوی وو.
د ملکي هوايي چلند ادارې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له متحده عربي اماراتو سره د دغي ادارې د هڅو او خبرو اترو له لارې دغه شرکت له تور ليست څخه و ايستل شو.
د دغي خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د متحده عربي اماراتو ادارې د افغانستان د هوايي چلند ادارې ته له تور ليست څخه د کام اير شرکت له ايستلو څخه خبر ورکړی دی.
د افغانستان د هوايي چلند ادارې د خبر له مخې په تير يوه کال کې د دغي ادارې له خوا د ټولو داخلي شرکتونو د مصونيتي ستندرت او په کام اير او اريانا شرکت کي د پام وړ ښه والی راغلی دی.
متحده عربي اماراتو ته د اريانا هوايي شرکت پروازونه دوام لري. برسيره پردې، د کام اير هوايي شرکت څه موده مخکې د سرتيفکشن بهير بشپړ کړ او دغه تصديقنامه يې اخستې ده چې ورسره د ترانسپورت نړيوالې ټولنې (آي،اي،ټي،اي)کامل غړيتوب يې هم تر لاسه کړی دی.
د افغاستان د ملکي هوايي چلند ادارې په متحده عربي اماراتو کي د افغانستان سياسي نمايندګۍ ستايلي دي، ځکه چي د کام اير هوايي شرکت له تور ليست څخه د ايستلو په هڅو کي يې ډيري هلي ځلي کړي دي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره له ټولو هوايي شرکتونو څخه غواړي چې د مصونيتي ستندرت په تطبيقولو کي په جدي توګه نړيوال معيارونو ته د رسيدلو له پاره کوښښ وکړي.
زموږ له آرشیف څخه: