1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده عربي اماراتو ته د پاپ لومړنی سفر

۱۳۹۷ بهمن ۱۴, یکشنبه

پاپ تر اوسه له عربي هيوادونو څخه ليدنه نه ده کړې. پاپ فرانسيس له متحده عربي اماراتو څخه په ليدنې، داسې يو اسلامي هيواد ته ورځي چې ډير شمير مسیحيان په کې ژوند کوي. دغه مسيحيان له ډيرو حقونو برخمن دي خو هغه خپل حد هم لري.

https://p.dw.com/p/3CdZK
Vatikanstaat Weihnachten 2018 | Urbi et orbi, Papst Franziskus
انځور: Reuters/M. Rossi

پاپ فرانسيس به د يکشبنې په ورځ له عربي اماراتو څخه په ليدنه کې، په دغه هيواد کې د ميشتو ډيرو مسيحيانو سره هم وګوري. په دغه هيواد کې نژدې ۸۰۰ زره مسيحيان ژوند کوي، چې د ټول هيواد د نفوس ۹ سلنه برخه تشکيلوي.

اکثره دغه مسيحيان د آسيا د سويل او سويل ختيځو هيوادونو څخه عربي اماراتو ته راغلي دي او په دغه هيواد کې د ميلمه کارګرو په توګه ژوند کوي. په دې ترتيب دغه هيواد په عربي نيمه جزيره کې د مسيحيانو مرکز ګڼل کيږي. په دغې سيمه کې له دوو تر دوه نيم ميليونو پورې مسيحيان ژوند کوي.

د نړيوالې کليسا او مهاجرت د برخې مشر اولريش پونر په آلمان کې د اسقفانو په يوه کنفرانس کې دويچه وله ته وويل چې پاپ فرانسيس غواړي په دې سفر سره يې عامه ذهنيت روښانه کړي او وښيي چې په عربي اماراتو کې ژوند کول تر کوم حده متنوع دی. اولريش په دې اړه زياتوي: «د پاپ هدف دا دی تر څو په  ټوله دغه سيمه کې مسيحيت تقويت کړي کوم چې په منځني ختيځ کې د مشرتابه له نابودۍ سره مخ دی. آن تر دې چې په احتمالي توګه د مسيحيانو د ۲ زره کلن حضور پای تر سترګو کيږي چې له دغه بهيره د منځني ختيځ ځينې هيوادونه په ويره کې دي.»

پونر زياته کړه په همدې دليل پاپ غواړي په سيمه کې مسيحي اقليتونه تقويه کړي او د هغو له پاره داسې فضاوې رامنځ ته کړي تر څو په دغو هيوادونو کې د هغوی پاتې کيدل ممکن شي.

د نفتو د اخراج له پيلولو سره د مسيحيانو راتلل

خو په متحده عربي اماراتو کې د مسيحيانو حضور له ګواښ سره مخ نه دی. په دغه هيواد کې ميشت مسيحيان له نسبي آزاديو څخه برخمن دي. په متحده عربي اماراتو کې د رومي-کاتوليکو ډلو ترڅنګ، د باپتيستانو، انګليکانو او قبطيانو مسيحي ډلي هم ژوند کوي. هغوی د ۱۹۶۰مې لسيزې راهيسې کله چې په متحده عربي اماراتو کې په لويه کچه د نفتو استخراج پيل شو، په دغه هيواد کې ژوند کوي.

د ابوظبۍ امير په هغه وخت کې امريکايي انجنيرانو ته اجازه ورکړې وه چې خپل ديني عقايد تر سره کړي. په ۱۹۶۰ کال په لومړي ځل په ابوظبۍ کې په ډلييزه توګه د کاتوليکي عبادت مراسم ترسره شول. په ۱۹۶۵م کال کې د امير په شتون کې د سينت يوزف لومړنۍ کليسا پرانیستل شوه. په راتلونکو نورو کلونو کې نورې کليساوې هم جوړې شوې.

په دې منځ کې د دغه هيواد نژدې ۹۰ سلنه اوسيدونکي، مهاجرين دي. اصلي اوسيدونګې چې د عربي متحده اماراتو د اتباعو تر ټولو لويه برخه تشکيلوي، يوازې يو اقليت تشکيليوي. 

اولريش پونر په متحده عربي اماراتو کې مسيحيانو سره د ديني زغم او پيرزوينې په اړه دويچه وله ته وويل چې په دغه هيواد کې دغه زغم او پيروزينه داسې ده چې مهاجر ورسره جوړ راځي. هغه وايي: «په دې برخه کې بايد يوه لار پيدا شي. يا ممکن دی چې د بشپړ ځپلو سره برخورد وشي، څرنګه چې سعودي عربستان له دغې شيوې کار اخلي. يا خلاص روش انتخابيږي، څرنګه چې دا په عربي اماراتو کې معمول هم دی. دغه روش په واقعيت کې يو پخوانی اسلامي غبرګون دی چې اسلامي سنتونو يې امر ورکړی دی.»

د متحده عربي اماراتو صدراعظم شيخ محمد بن راشد آل مکتوم او د دبۍ حاکم هم پر همدې ديني تګلارې عمل کوي. هغه په ۲۰۱۶م کال کې د زغم او پيرزوينې پروګرام د تصويب په مراسمو کې وويل: «زغم زموږ د نيکونو او بنسټ ايښودونکو يوه ښه کليمه ده.»

د دغو ټولو سره سره په متحده عربي اماراتو کې ديني زغم او پيرزوينه خپل حدود لري. په دغه هيواد کې د مسيحي کيدو له پاره تبليغ ممنوع دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، څوک چې پر دغه کار لاس پورې کوي، مجازات کيږي نه، خو بايد پر دې حساب وکړي چې د اقامې اجازه به يې تمديد نه شي.