1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده آيالاتو او سويلي کوريا خپل ستر مانور ودراوه

۱۳۹۷ اسفند ۱۲, یکشنبه

په هانوي کې د امريکايانو او شمالي کوريا تر منځ سرمشريزې په پايله کې د متحده آيالاتو او سويلي کوريا ګډ پوځي تمرينات ودرول شول. پيونګ يانګ تل په دغسې مانورو باندې سخت انتقادونه کوي.

https://p.dw.com/p/3ENT0
Südkorea, Pohang: Marines aus Südkorea (rechts) und die USA richten ihre Waffen in der Nähe von Amphibien-Angriffsfahrzeugen aus
انځور: picture-alliance/AP/L. Jin-man

د «فول ايګل» په نوم ستر مانور چې د کلونو راهيسې يوه تر ټولو ستر پوځي تمرين ته ويل کيږي، به د «کي ريزولف» په نوم د کومانډويي ځواکونو له روزنې سره يو ځای ودرول شي. دغه خبره د متحده آيالاتو د دفاع وزارت کړې ده. تر دې مخکې د پنټاګون مشر، پاتريک شانهان د سويلي کوريا د دفاع له وزير، يونګ کيونګ دوُ سره تليفوني تماس درلودلی وو. موضوع يې د متحده آيالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا د واکمن، کيم جونګ اون، تر منځ د خبرو اترو پايلې وې. 
د پسرلني مانور پای دا معنی لري چې ديپلوماتيکې هڅې به ګړندۍ او د کوريا نيمه ټاپو به په بشپړه توګه د بې اتومي کېدو په خوا روانه کړل شي. دغه څرګندونه د سويلي کوريا د دفاع وزارت کړې ده. امنيتي ګواښونو ته په کتو سره به د امريکايي او سويلي کوريا د وسله والو ځواکونو تر منځ نزدې همکاري البته دوام پيدا کړي او د پوځي وړتيا تر څنګ په خپل حالت وساتل شي. دغه خبره له واشنګټن او سئول دواړو پلازمېنو څخه اورېدل کيږي. 

USS Stethem
د «يو اس اس ستېتم» په نوم پوځي کښتۍ په «فول ايګل» مانور کې برخه اخيستېانځور: Reuters/US Navy/K.A. Hatcher

پيونګ يانګ د پارونې احساس کوي

د امريکا متحده آيالاتو او سويلي کوريا په تېرو کلونو کې په وار وار پوځي تمرينات کړي دي څو د کوريا په نيمه ټاپو کې د شخړې په صورت کې خپله آمادګي وازموي. د دوی پسرلنيو مانورونو تل په شمالي کوريا کې د کمونيستي مشرتابه له خوا اعتراضات پارولي دي چې د امريکا متحده آيالاتو له خوا بريد ته د چمتووالي نيولو تور يې ورباندې لګولی دی. 

د ترمپ او کيم تر منځ سرمشريزه د پنجشنبې په ورځ په ناڅاپي ډول پرته د کومې وروستنۍ اعلاميې په خپرولو سره پای ته رسېدلې وه. دواړو خواوو د شمالي کوريا د اتومي وسلو د پروګرام په کمولو کې پرمختګ نه وو کړی. د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزير، ري يونګ هو وروسته د ترمپ څرګندونې رد کړې چې ګويا سرمشريزه په دې ناکامه شوې وه چې د شمالي کوريا واکمن کيم غوښتي وو چې پر هېواد باندې لګېدلي بنديزونه دې يې په بشپړه توګه بېرته واخيستل او له منځه ولاړ شي.