1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي آسيا کې نوي توغندي ځای پر ځای کړي

۱۳۹۸ مرداد ۱۳, یکشنبه

د «آي ان اف» تړون په لغوه کېدو سره متحده آيالات غواړي چې په آسيا کې د منځني واټن توغندي ځای پر ځای کړي. دغه خبره د دغه هېواد د دفاع وزير اسپر کړې ده چې په خبره يې اصلي هدف له چين سره سيالي ده.

https://p.dw.com/p/3NJLj
USA Militär l Rakete des Raktenabwehrsystems «Ground-based Interceptor»
انځور: picture-alliance/dpa/Usn/DOD Via ZUMA Wire

د متحده آيالاتو د دفاع وزير، مارک اسپر، ويلي دي چې غواړي د منځني واټن د عادي توغنديو په ځای پر ځای کولو سره په سيمه کې د چين زياتېدونکي نفوذ ته ځواب ووايي. د هغه په خبره د متحده آيالاتو حکومت غواړي چې توغندي «هر څومره ژر» نصب کړي، که امکان يې وي، حتی د يو څو مياشتو په موده کې. د امريکا متحده آيالات د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۳يمه نېټه) په بشپړه توګه د منځني واټن د اتومي توغنديو د بې وسلې کولو له «آي ان اف» نومي تړون څخه وتلي ول. دا چې متحده آيالت به دغه نوي توغندي چېرته ځای پر ځای کوي، اسپر نه دي ويلي. اسپر په دې هکله ويلي چې هغه نه غواړي په دې اړه اټکل وکړي ځکه چې «دغه ډول شيان سړی لومړی له خپلو متحدينو سره مطرح کوي.» خو نوموړي زياته کړه چې چين ښايي د دغو تدابيرو له کبله تعجب هم ونه کړي. د هغه په خبره «موږ د ډېرې مودې راهيسې ورباندې خبرې کوو»، ځکه چې په وينا يې د چين د موجوده وسلو اتيا سلنه يې بايد د «آي ان اف» تړون تر مقرراتو لاندې راغلې وای. له دې کبله بايد د هغه په خبره «څوک تعجب هم ونه کړي چې موږ داسې ورته ظرفيتونه غواړو.»

«وړ ځواب»

د متحده آيالاتو د پخواني ولسمشر، رونالد رېګان او د شوروي د دولتي مشر، ميخايل ګورباچف له خوا رامنځ ته شوی د آي ان اف تړون د ساړه جنګ په وروستي پړاو کې د بې وسلې کولو د هڅو يوه ستره لاسته راوړنه وه. په تېره د اروپا له پاره دغه تړون د خونديتوب او امنيت يو مهم تضمين وو. دغه تړون هغه ځمکني توغندي او د کروز توغندي هم منع کول چې له ۵۰۰ تر ۵۵۰۰ پورې کيلومتره وهلی او اتومي سرګلولې لېږدولی شي. د امريکا متحده آيالتو دغه تړون د فبرورۍ په مياشت کې د ناټو د متحدينو په ملاتړ لغوه کړی وو ځکه چې په نظر يې روسيه د ډېرو کلونو راهيسې د «۹ ام ۷۲۹» توغنديو د توليد له کبله ورڅخه سرغړونه کوي. لږ وروسته د روسيې حکومت هم دغه تړون لغوه کړ. دواړو لورو يو بل ته د وضعيت د خرابېدو پړه ورکوله. د پنتاګون يعنې د متحده آيالاتو د دفاع د وزارت مشر، اسپر، اوس اعلان کړی دی چې هېواد به يې خپله هم د منځني واټن د توغنديو په رامنځ ته کولو لاس پورې کوي. هغه دا هم وويل چې له دې کبله چې متحده آيالات اوس په بشپړه توګه له تړون څخه په شا شوي دي، نو وزارت به يې «بې له محدوديتونو» سره د توغنديو پر جوړولو باندې کار کوي. د هغه په خبره دا «د روسيې کړنو ته يو وړ ځواب دی.»

USA Designierter Verteidiungsminister Mark Asper  bei seiner Anhörung im Senat
د امريکا متحده آيالاتو د دفاع وزير، مارک اسپرانځور: Reuters/E. Scott

چين بايد هم شريک شي

د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، هم په دې ترڅ کې ټينګار کړی چې له روسيې سره د بې وسلې کولو په يوه تړون کې بايد چين هم شريک شي. د هغه په خبره د چين له غاړې سره يې خبرې کړې چې د مذاکراتو له پاره «ډېره هيجانه» ده. ترمپ په وار وار ويلي چې د بې وسلې کولو په خبرو اترو کې بايد چين هم ورسره ګډون وکړي. خو د پيکنګ مشرتابه ښکاره ويلي دي چې له دغسې يو کار سره هيڅ علاقه نه لري. له دې کبله صحيح معلومه نه وه، چې د ترمپ څرګندونو کوم ارتباط درلود.      

 

pgr/AR (afp, dpa, ap)/ن ص/ا و ا