1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماېکروسافت پر ایراني هېکرانو سخت تورونه لگولي

۱۳۹۷ اسفند ۱۶, پنجشنبه

د مايکروسافت د موندنو له مخې ايراني هېکرانو په تېرو دوو کالونو کې د ټولې نړۍ په کچه تر ۲۰۰ زياتو شرکتونه سایبري بريدونه کړي دي. د ماېکروسافت مدیر لمبيرت ويلي دي چې ډيری شرکتونه له دې کبله بې ثباته شوي دي.

https://p.dw.com/p/3EaIg
Symbolbild Cyber Angriff
انځور: Imago/Science Photo Library

د ماېکرو سافت منیجر جان لمبيرت «وال ستريت ژورنال» ته ويلي دي چې له دې ساېبري بريدونو  څخه د شرکتونو په زرونو کارکوونکي اغیزمن شوي دي. د هغه په خبره د شرکتونو محرم معلومات غلا شوي او يا هم له منځه وړل شوي دي.

آلماني شرکتونه هم په نخښه شوي

زياته شوې چې له دې بريدونو څخه په آلمان، سعودي عربستان، بريتانيا، هند او امريکا متحده ايالاتو کې  پر نورو سربيره د تېلو او طبعیي گازو شرکتونه، ماشين جوړونکي شرکتونه او همدا راز نور نړيوال فعاله شرکتونه اغیزمن شوي دي. د ماېکروسافت مدیر له دې کبله د څو سوه ميليونو ډالرو د زیان اوښتو خبره کوي.

د معلوماتو غلا او ساېبري بريدونه

 پر ايران په زیاته بیا د امريکا متحدو ايالاتو له خوا په تیرو وختونو کې هم د څو وارې د ساېبري بريدونو تورونه لگول شوی دی. خو د ايران حکومت تل دغه تورونه رد کړي دي. د حکومت له خوا ويل شوي چې ايران په هيڅ دا ډول فعاليتونو کې لاس نه لري.

د ماېکروسافت په حواله پر شرکتونو دا ساېبري بريدونه د يوې ډلې له خوا شوي چې د سافت ویر شرکتونو کارپوهان یې د «هولميوم» په

 نامه يادوي. کارپوهان د يو برخه هېکري بريدونو پړه پر دې ډله ور اچوي او د نورو له پاره APT33 ډله گرم بولي.

زموږ له آرشيف څخه: