1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مایک پنس: ترمپ په افغانستان کې د امریکا حضور ارزوي

۱۳۹۷ دی ۱۴, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس، له فاکس نیوز خبري تلویزیون سره په یوه مرکه کې دا خبره تائید کړ چې ولسمشر دونالد ترمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په هکله غور کوي.

https://p.dw.com/p/3B1Sl
Brasilien, Brasilia: Mike Pence im Itamaraty Palace
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Peres

تر دې دمخه امریکایی رسنیو داسې رپوټونه ورکړي وو چې ترمپ په افغانستان کې د میشتو ۱۴۰۰۰ امریکایی سرتیرو نیمایي له دغه هیواد څخه باسي. خو د سپینې ماڼۍ ویاند تیره اوونۍ وویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ځواکونو د وتلو په هکله کوم امر نه دی صادر کړی. خو د ترمپ ادارې له افغانستان څخه د نیمایي ځواکونو د ایستلو په اړه رپوټونه هم رد نه کړل.

مرستیال ولسمشر مایک پنس، د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ولسمشر ترمپ په دې باور دي چې امریکا په افغانستان کې له دوامداره حضور څخه ګټه پورته کوي، وویل: «ولسمشر همدا اوس دغه موضوع ارزوي.»

فوکس نیوز، له مایک پنس سره دغه مرکه د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ دریمه) کړې ده.

له افغانستانه د یو شمیر امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو رپوټونو د ناټو د متحدینو تر منځ هم اندیښنې راوپارولي دي. د آلمان پوځ ۱۳۰۰ عسکر هم د ناټو د «قاطع ماموریت» په چوکاټ کې په دنده بوخت دي. د دغه ماموریت په ترڅ کې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکول کیږي.

د چهارشنبې په ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر د کابینې په یوه غونډه کې دا پوښتنه مطرح کړه چې د امریکا متحده ایالاتو پر ځای ولې د سیمې هیوادونه په افغانستان کې نه جنګیږي. هغه وویل چې هند، پاکستان او روسیه باید په افغانستان کې وجنګیږي نه امریکا متحده ایالات.