مایک پمپیو سعودي عربستان ته تللی
۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبهپه بقیق او خریص کې د سعودي عربستان د تیلو دولتي شرکت آرامکو پر تأسیساتو باندې تر بریدونو وروسته نن د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر ۱۸مه) د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته رسیږي.
د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پېنس ویلي دي چې پمپیو سعودي عربستان ته پر لاره دی، څو د بریدونو د غبرګون په هکله سلا مشورې وکړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پمپیو به په سمندري ښار جده کې له شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات وکړي. زیاته شوې ده چې پر دې سربیره به «هغه په سیمه کې د ایران د تیري په مقابل کې هلې ځلې همغږي کړي.» د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وینا په پای کې به پمپیو ابو ظبۍ ته هم سفر وکړي.
په بقیق او خریص کې د بریدونو پړه د یمن حوثي یاغیانو ومنله. په یمن کې حوثي یاغیان د سعودي عربستان په مشرۍ د یوه پوځي ائتلاف پر ضد جګړه کې د ایران ملاتړ له ځانه سره لري. خو تهران پر سعودي عربستان باندې شوو تازه بریدونو کې خپله هر ډول ښکیلتیا ردوي.
د سعودي عربستان د خپلو معلوماتو له مخې، په دې هکله کوم معلومات نه لري چې د دوی د تیلو پر تأسیساتو د برید تر شا څوک دي. د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان، په جده کې خبریالانو ته وویل چې هیواد یې اصلي عامل نه پيژني.
سعودي عربستان تر اوسه یوازې دا یادونه کوي چې په دغه برید کې ایرانۍ وسلې کارول شوي دي، خو تهران په مستیقمه توګه مسئول نه ګرځوي. خو د دې برعکس د متحده ایالاتو د حکومت یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دا خبره جوته ده چې بریدونه د ایران له خاورې تر سره شوي دي او پر نورو سربیره له کروز توغندیو کار اخیستل شوی دی.
د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پینس پر دې خبره ټینګار کړی دی چې هیواد یې «له هیچا سره هیڅ ډول جګړه نه غواړي.» خو د هغه په خبره دوی دې ته چمتو دي چې په سیمه کې له خپلو ګټو او له خپلو متحدینو دفاع وکړي. د یوې امریکايي رسنۍ د رپوټ له مخې د واشنګټن حکومت د برید پر وړاندې یو احتمالي غبرګون ارزوي چې د ایران د تیلو د زیربناوو او یا د سپاه انقلاب پر وړاندې له سایبري برید څخه نیولی تر پوځي بریده پکښې احتمال ارزول کیږي.
سعودي عربستان دا مهال په دې هڅه کې دی چې د خپلو تیلو د صادراتو په هکله اندیښنې له منځه یوسي او په دې سره په بازارونو کې رامنځ ته شوې ناکرارۍ آرامه کړي. د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز ویلي دي چې د سپتمبر میاشتې تر پایه به د تولید ظرفیت په ورځ کې ۱۱ میلیونه بیلره ته ورسیږي او د نومبر میاشتې تر پای به بیا دغه شمیر ۱۲ میلیونه بیلره شي.
د اوپیک د معلوماتو له مخې په تیره میاشت کې سعودي عربستان د ورځې شا او خوا ۹،۸ میلیونه بیلره تیل تولیدول. د برید په پایله کې دغه تولید کابو نیمایي ته راټیټ شوی دی. د ځیني داخلي کړیو له قوله ویل شوي دي چې د پخواني تولید کچې ته رسیدل ښایي څو میاشتي وخت ونیسي.
jj/nob sr/nz (dpa, afp, rtr)