1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکرون د شهزاده سلمان کوربه دی

۱۴۰۱ مرداد ۶, پنجشنبه

د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، د پنجشنبې په ماښام د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان کوربه دی. اپوزوسیون او بشري ډلو پاریس ته د سعودي عربستان د شهزاده د بلنې پر سر، د ماکرون پر تصمیم نیوکې کړې دي.

https://p.dw.com/p/4En0g
 Mohammed bin Salman und Emmanuel Macron
ماکرون د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې په رياض له شهزاده سلمان سره کتنه کړې وهانځور: Bandar Algaloud/Saudi Royal Court/REUTERS

رويترز له پاریسه لیکي چې محمد بن سلمان د پنجشنبې ماښام ډوډۍ ته د فرانسې د ولسمشر امانويل ماکرون له خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ «الیزه» ته دعوت شوی دی. په فرانسه کې د اپوزيسون څيرو او بشري ډلو د ماکرون پر دغه تصمیم نېوکې کړي.

دوی وايي داسې کس ته ېې فرانسې ته د ورتلو بلنه ورکړې ده چې د لويديځ د رهبرانو په باور په ۲۰۱۸م کال د سعودي عربستان د ژورنالیست، جمال خاشقچې د قتل امر ېې کړی دی.

د عربستان شهزاده په جده کې د امریکا متحده ايالاتو له ولسمشر، جو بایدن سره تر کتنې دوې اوونۍ وروسته پاریس ته ځي. دا د خاشقچي تر قتل وروسته اروپا ته د محمد بن سلمان لومړنی سفر دی. هغه د سه شنبې په ورځ یونان ته تللی وو. لويديځ اوس په دې هڅه کې دی چې په سیمه کې د ایران، چین او روسېې د نفوس ډيریدو ته په کتو، په خلیج کې له دغه هیواد سره چې د نفتو له بابته ډير غني دي خپل مناسبات بیرته ښه کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان مشرې اګنیز کالامارد پر ټويټر ليکلي دي: «د قاتل شهزاده بيرته پخواني حالت ته راوستل به په فرانسه کې توجيه شي، څنګه چې په متحده ايالاتو کې د ريښتينو سیاسي (په مالي ګټو ولاړ سیاسي) استدلالونو باندې شوی وو.»

فرانسه او نور اروپايي هیوادونه پر اوکراین د روسېې پوځي یرغل وروسته اوس د انرژۍ د نوو منابعو په لټه کې دي. روسېې تیره ورځ پر اروپا باندې د خپلو طبیعي ګازو صادرات چې په ورستیو کې ېې ۴۰ سلنه ته راکم کړي ول، ۲۰ سلنه نور هم راښکته کړل.

Kronprinz von Saudi-Arabien in Griechenland
محمد بن سلمان د سه شنبې په ورځ د جولای ۲۶مه یونان ته راغلی ووانځور: dDimtiris Papamitsos/Greek Prime Minister's Office/AP/dpa/picture alliance

ماکرون له سعودي څخه چې په نړۍ کې د نفتو تر ټولو ستر توليدونکی هیواد دی غواړي چې د تولیداتو سطحه ېې لوړه کړي. هغه همدارنګه تمه لري چې ریاض به د سیمې په سطحه د ایران د اتومي پروګرام په سولیز تړون او همدارنګه د یو متحد په توګه د منځني ختيځ نه نیولې تر غربي افریقا پورې د اسلامپاله اورپکو پر وړاندې جګړه کې همکاري وکړي.

د فرانسې ولسمشر، د جمال خاشقچي تر قتل وروسته د لويديځ د لومړني رهبر په توګه، په تیر دسمبر کې سعودي عربستان ته سفر وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې فرانسه د سعودي عربستان د پوځ یو له مهمو اکمال کونکو هیوادونو څخه دی، خو دغه سوداګري په یمن کې د بشري بحران له کبله د بيا کتنې له فشارونو سره مخ شوې ده.

په یمن کې بشري بحران د نړۍ په سطحه تر ټولو ناوړه بحران ګڼل کيږي او سعودي عربستان په دغه هیواد کې د حوثي ياغیانو پر ضد جګړه کې د عرب پوځي ائتلاف مشري کوي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، فرانسوي سیاستوال، یانیک جاود، بيا پر ټويټر ليکلي دي: «آیا د ژورنالیست (جمال) خاشقچي د بدن ټوټو ته د ماکرون او محمد بن سلمان ترمنځ په ماښامنۍ مينو کې ځای ورکړل شوی دی؟» جادو چې د اروپا پارلمان غړی هم دی، د فرانسې د روان کال ولسمشريزو انتخاباتو په لومړي پړاو کې نوماند هم وو.

هغه زیاته کړې په اجندا کې وسلې او تيل دي، په دقیقه توګه له هغه څه سره مخالف چې باید هلته وي چې هغه د اقليمي بدلون، سولې او بشري حقونو په اړه خبرې دي. رپوټ کې زیاته شوې ده چې د ماکرون او سلمان د نن ماښام د کتنې جزئيات نه دي په ډاکه شوي دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.