1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مالتا له ليبيا سره د مهاجرو د مخنيوي په موخه نوې هوکړه کړې

۱۳۹۸ آبان ۱۹, یکشنبه

د مالتا هيواد ځواکونو د ليبيا ساحلي ساتونکو سره د يوې نوې هوکړې له مخې د مالتا په اوبو کې د مهاجرو د کشتيو مخه نيسي او بيرته يې ليبيا ته استوي. يوې ورځپاڼې ليکي چې دغه جوړجاړی د يو پټ دولتي اقدام په نتيجه کې شوي دی.

https://p.dw.com/p/3SndE
Libyen Mittelmeer - Flüchtlinge von Schlauchboot gerettet
انځور: Reuters/D. Zammit Lupi

مالتا چې په مديترانې سمندرګې کې پروت دي د يونان او ايتاليا په څير د سمندر له لارې اروپا ته د غيرقانوني مهاجرتونو له بحران سره مخ دی.

رويټرز خبري آژانس د مالتايي ورځپاڼې (Sunday Times of Malta) د شنبې ورځې (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۹مه) د رپوت په حواله ليکي چې دغه جوړجاړی د يو پټ دولتي اقدام په نتيجه کې شوي.

د مالتا حکومت د دغه رپوټ په اړه مخامخ کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی، خو رويټرز ته يې ويلي دي په مديترانې سنمدرګي کې پروت دغه هيواد، له ډيرو کلونو راهيسې د ليبيا ساحلي ساتونکو سره کار کوي او تل يې د قانون مطابق خپل عمليات ترسره کړي.

د يادې ورځپاڼې په رپوټ کې ويل شوي، د دغې هوکړې له مخې، کله چې د مهاجرو يوه کشتۍ د مالتا پر لور د حرکت په حال کې وليدل شي، د مالتا په ټاپوګانې کې ميشت مالتايي ځواکونه مخکې له دې چې په دې اړه ليبيايي ځواکونو سره معلومات شريک کړې د هغې مخه نيسي.

تر دې مخکې غير حکومتي سازمانو د ايټاليا پر هغې هوکړې نيوکې کړې وي کوم چې له مخې د ليبيا په سمندري حريم کې د ليبيا ساحلي ساتونکي اروپا پر لور د تلونکو قاچاقي مهاجرو کشتي راګرځوي. دغو سازمانو ويلي دي چې په ليبيا کې نيول شوي مهاجر چې اکثره يې د شمالي افريقا دي له شکنجو او سوې استفادې سره مخ شوي دي. په ځينو رپوټو کې حتی ويل شوي چې د ليبيا په کمپونو کې توقيف شوي مهاجر د غلامانو په څير پلورل کيږي.

داسې ښکاري چې د مالتا هوکړه به ليبيايي ساتونکو ته د دې فرصت ورکړي چې دوی په خپلو اوبو کې د مهاجرو پر وړاندې د خپلو عملياتي اقداماتو ساحه تر ۲۲ اعشار ۲ کيلومتره سمندري پورې وغځوي.