مالتا او ايتاليا د ژغورل شويو مهاجرو دوه کشتۍ نه دي منلي
۱۳۹۷ تیر ۳, یکشنبهد ژغورل شويو مهاجرو يوه کشتۍ چې له ۲۰۰ زيات مهاجر په کې سپاره دي، د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جون ۲۴مه نېټه) وروسته له هغې په مديترانې سمندرګې کې پاتې کيدو ته اړ شوه چې مالتا او ایتاليا هیوادونو ورته په خپلو بندرو کې د لنګر اچولو اجازه ورنکړه.
په درول شوو کشتيو کې يوه يې سوداګرۍ او بله يې د «آلمان لايفلاين ماموريت ان جي او» پورې اړونده ده. په لایفلاين کشتۍ کې ۲۳۹ مهاجر سپاره دي. دغه مهاجر د تيرې چهارشنبې په ورځ د ليبيا او د ايتاليا د لامپيدوسا ټاپو تر منځ اوبو کې ژغورل شوي دي. دغه کشتۍ له هماغه وخته راهيسې د ليمبو په نوم سيمه کې د انتظار په حال کې ده.
ژغورونکو کشتيو ته د ایتاليا خبردرای
د ايتاليا نوي حکومت خبرداری ورکړی چې نور په خپلو بندرونو کې د موسساتو له خوا د ژغورل شويو مهاجرو کشتيو ته د لنګر اچولو اجازه نه ورکوي. ايتاليا د مالتا سره پر خبرو اترو بوخته ده تر څو «لايف لاين» کشتۍ ومني. د رپوټونو پر اساس مالتايي چارواکو پرون شنبه د دغه ماموريت له پاره د کشتيو، خوراکي موادو او نورو اکمالاتو تياری ونيوه.
د ايتاليا د کورنيو چارو وزير ماتيو سالويني چې د مهاجرت ضد سياست لري، د شنبې په ورځ يې وويل چې د مهاجرو ژغورنکې کشتۍ نور کولای شي د ايتاليا په بندرونو کې د لنګر اچولو څخه «لاس په سر» شي.
دغه ښي اړخي سياستوال وويل: «دغه کشتۍ نور کولای شي ايتاليا ته له رسيدو څخه لاس په سر شي، زه غواړم د مافيا او انساني قاچاق کاروبار ودروم.»
ايتاليا د مهاجرت لارې په لمړي خط کې
ايتاليا څو ورځې مخکې د اکواريوس کشتۍ هم نه وه پريښې چې په خپلو بندرونو کې لنګر واچوي. په دغې کشتۍ کې نژدې ۶۰۰ مهاجر چې په مديترانې سمندرګۍ کې ژغورل شوي وو، سپاره ول. اکواريوس په اوبو کې د څو ورځو لالهاند او سرګردان انتظار وروسته بلاخره د اسپانيا له خوا اجازه ترلاسه کړه چې بندرونو ته يې داخله او لنګر په کې واچوي.
ايتاليا يو له هغو هيوادونو څخه دی چې اروپا ته غيرقانوني تلونکي مهاجر ورته په لمړي ځل ورسيږي. دغه هيواد له ۲۰۱۳م کال راهيسې نژدې ۷۰۰ زره مهاجرو اخیستي دي.
د مهاجرت مسئله په اروپايي اتحاديه کې اوس له بل هر وخت څخه جنجالي شوې ده. د دغې اتحادېې ۱۶ غړي هيوادونو غواړي د راروانې عمومې سرمشريزې څخه د مخه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د جون ۲۵مه) د يوې کوچنۍ سرمشريزه په ترڅ کې د مهاجرت پر موضوع خبرې اترې وکړي.
د آرشیف څخه يو انځوريز البوم: