ماسکو: يوه قهرجن کس د خپل کور مخته ۵ کسان په ډزو ووژل
۱۳۹۹ فروردین ۱۷, یکشنبهد آلمان خبري آژانس، له ماسکو څخه د يکشنبې ورځې (د اپریل ۵مه) په رپوټ کې ليکي چې تورن کس دغه پنځه کسان په خپل چره يې توپک وروسته له هغې ووژل چې د آپارتمان لاندې يې په لوړ آواز مجلس کاوه او غږ ېې د ده کوټې ته ورته.
د تورن کس په اړه ویل شوي چې په ۱۹۸۸ کال کې زيږيدلی دی. هغه په ايلاتما نومي ښارګوټي کې خپل کور ته نژدې نيول شوی دی او تحقيقات ورڅخه پيل شوي چې په څه دليل يې څو کسان وژلي دي.
زياته شوې چې دغه پيښه د شنبې په ماښام ناوخته وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې تورن کس د خپل کور د بالکنۍ له سره، لاندې يو شمیر ځوانانو سره چې د هغوی د لوړ مجلس څخه په تنګ شوی وو جر و بحث شروع کړ.
ابتدايي معلومات ښيي چې د جرو بحث تر شديد کیدو وروسته، د آپارتمان خاوند د خپل چره يې توپک سره کوڅې ته راکوزيږي او په کوڅه کې ولاړو ځوانانو باندې ډزې کوي. په پيښه کې يوه ښځه او د هغې څلورو ملګري وژل شوي دي. د رپوټونو په اساس د غه کسان د پيښې په ځای کې وژل شوي دي.
آژانسونه/م.ک.ص/م.ق.ن